Homeخبرونهد جګړو د شدت له امله؛ د نړۍ په بازارونو کې د...

د جګړو د شدت له امله؛ د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيې لوړې شوي

 تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۱مه) پر ايران د امريکا او اسراييلو د ګډو بريدونو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيې د پام وړ لوړې شوي دي.

د نيويارک‌‌ ټايمز د راپور پر اساس د تېلو په بيو کې ۱۰سلنه زياتوالی راغلی دی.

پر ايران د اسراييلو او امريکا بريدونو سره سم‌لاسي دغه هېواد د هرمز تنګی هم وتاړه.

دغه تنګی  منځني ختيځ ته د تېلو د صادرونکو مهمه سيمه بلل کېږي.

اندېښنې شته، چې سيمه کې د روانې کشالې اوږدېدو سره به د تېلو بيې نورې هم لوړې شي او نړيوال بازارونه به اغېزمن کړي.

د تېلو بیې په داسې مهال لوړېږي چې، لا هم ایران د امریکا او اسراییلو پر وړاندې جنګېږي او تازه ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د دې جګړې د اوږدېدو خبره کړې ده.

د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د وژنې پر ضد تاوتریخجنو لاریونونو کې له مرګژوبلې وروسته، د پاکستان تر واک لاندې ګلګت او سکردو کې تر راتلونکو دریو ورځو پورې د ګرځبندیز لګېدو سربیره، پوځ رابلل شوی دی.

د یکشنبې په سهار د ایران له خوا د خامنه يي د وژنې له تائید وروسته ایران پر هغو هېوادونو چې د امریکا اډې په کې موجودې دي سخت بریدونه پيل کړي دي.

یوازینی هېواد چې پاکستان دی هلته یې لا د امریکا اډه نه ده په نښه کړې او وېره شته چې هغه ځای هم د ایراني توغندېدو تر سختو بریدونو لاندې راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...