Homeخبرونهد اسرائیل - ایران جګړه؛ کویټ کې د امریکا څو پوځي الوتکې...

د اسرائیل – ایران جګړه؛ کویټ کې د امریکا څو پوځي الوتکې غورځېدلې دي

 تاند (دوشنبه د کب – حوت ۱۱مه)  ایران په کویت کې د امریکا سفارت، په سعودي کې د ارامکو د تېلو چاڼځای او د امریکا یو شمېر الوتکې ویشتي دي.

د کویټ دفاع وزارت وايي،‌ په دغه هېواد کې د امریکا څو پوځي الوتکې غورځېدلې دي.

د کویټ دفاع وزارت زیاته کړې چې، د دغو الوتکو پيلوټان ژوندي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، په ټولنیزو رسنیو کې له یوې غورځېدونکې الوتکې د پراشوټ په وسیله د پیلوټانو د وتلو ویډیو خپره شوې ده.

د کویټ دفاع وزارت ویلي د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي خو د غورځېدلو الوتکو شمېر یې نه دی ښودلی.‌

د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي‌ چې اړوند مسوولانو له ځنډ پرته د لټون او ژغورنې عملیات پيل کړي او عمله یې د کتنې او درملنې لپاره روغتون ته لېږدولې ده.

په یوه بله ویډيو کې چې پر خواله رسنیو خپرېږي، یو اېف-۱۵ امریکايي‌ جنګي جیټ د غورځېدو په حال کې لیدل کېږي.

الجزیره تلویزیون ویلي،‌ دغه جیټ الوتکه ‌د کویټ په جهرا ښار کې لوېدلی دی.‌

دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا او اسراییلو په ګډو بریدونو کې د ایران د مذهبي مشر تر وژل کېدو وروسته ایران اوس قهرجن توغندیز بریدونه پيل کړي او ټولو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې بمبار کړي دي.

یوازینی هېواد چې د امریکا اډه په کې شته خو لا د ایران له بمبارده پاتې هغه پاکستان دی او اټکل داسې کېږي چې، ښایي پاکستان هم تر توغندیزو بریدونو لاندې راشي په داسې حال کې چې پاکستان له وړاندې افغانستان سره په جګړه کې سخت زیان لیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...