تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې د خپلې لوبډلې ټول لوبغاړي د کمزورو لوبو له امله جریمه کړل.
بوډ د پاکستان د ملي لوبډلې پر هر لوبغاړي ۵ میلیونه پاکستانۍ روپۍ (شاوخوا ۱۸ زره امریکايي ډالر) جریمه لګولې ده.
پاکستاني لوبډله په غوره اته پړاو کې له سیالیو ووته او په پرلهپسې څلورم ځل د آیسيسي د نارینهوو په سیالیو کې نیمهپایلوبې ته ونه رسېده. خو دا د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې لوبغاړي له دې کبله جریمه کېږي.
د اي ایس پي اینکریک انفو د معلوماتو له مخې، دا جریمې د انضباطي سرغړونو له امله نه دي، بلکې په دې خاطر لګول شوي چې بورډ د لوبډلې کارکردګي کمزورې بللې ده.
دا جریمې سمدستي د ګروپي پړاو په سیالیو کې له هند سره د پاکستان له لوبې وروسته ولګول شوې، هغه لوبه چې پاکستان پکې په ډېر کمزوري ډول د ۶۱ منډو په توپیر وبایلله. لوبغاړو ته دا هم ویل شوي وو چې که پاکستان نیمهپایلوبې ته ورسېږي، امکان شته جریمې معاف شي.
پاکستان دوهم پړاو ته له رسېدو وروسته له درېیمې پرلهپسې ماتې ځان وژغوره، خو په اته غوره ګروپ کې له ستونزو سره مخامخ شو. له نیوزیلنډ سره لوبه د باران له امله بېپایلې شوه او ورپسې یې له انګلستانه ماتې وخوړه. د دې لپاره چې نیوزیلنډ په لوی توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه، پاکستان ته پکار و چې له سریلانکا څحه په لوی توپیر سیالي وګټي، که څه هم پاکستان سریلانکا ته ماتې ورکړه، خو په لوی په لوی توپیر یې ماته ورنه کړه چې نیمهپایلوبې ته لار ومومي.