تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې له کبله په پاکستان کې د ترینګلي وضعیت او د امنیتي اندېښنو د زیاتېدو له امله، د پاکستان فدرالي حکومت په ټول هېواد کې لومړی درجه احضارات او تیارسی اعلان کړی او د حساسو ځایونو د امنیت د لا سختولو لارښوونه یې کړې ده.
پاکستاني رسنیو نن (یکشنبې) خبر ورکړ چې د دغه هیواد د د کورنیو چارو او د نشهیي توکو پر ضد وزارت په یوه مکتوب کې اوسنی حالت د «لوړ امنیتي خطر» په توګه یاد کړی او د بېړنیو او هراړخیزو اقداماتو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی. دا مکتوب ټولو صوبو، آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان او د پلازمېنې اسلاماباد سیمې ته لېږل شوی دی.
د رسمي اسنادو له مخې، د پنجاب، سند، خیبرپښتونخوا، بلوچستان، آزاد جمو او کشمیر او ګلګت بلتستان د چیف سېکرترانو (د کورنیو چارو او امنیت وزیران)، او همداراز د اسلاماباد چیف کمېشنر ته لارښوونه شوې چې د روان امنیتي وضعیت په رڼا کې حفاظتي تدابیر اغېزمن او همغږي کړي.
په مکتوب کې په څرګنده توګه ویل شوي چې د ټولو حساسو تاسیساتو، مهمو دولتي ودانیو، عامه ځایونو، عبادتځایونو، بهرنیو سفارتي ماموریتونو او له هغوی سره تړلو پروژو، او همداراز د نورو احتمالي زیانګالو هدفونو امنیت دې سمدستي پیاوړی شي.
صوبایي چارواکو ته سپارښتنه شوې چې قانون پلي کوونکو ادارو ته د لومړی درجه احضاراتو امرونه صادر کړي. همداراز د داخلي او خارجي لارو، بینالصوبایي سرحدونو او د تلاشۍ په موجودو پوستو کې د سختې تلاشۍ او څارنې ډاډ ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو او د نشهیي توکو پر ضد وزارت په ټول هېواد کې د کوچنیو الوتونکو وسیلو او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) پر الوتنو سمدستي بندیز لګولی، چې تر بل امر پورې به نافذ وي. چارواکي وایي، د دې اقداماتو موخه دا ده چې د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې مخکې تر مخکې چمتووالی باوري شي.
په خیبر پښتونخوا کې د ډرون ضد سیستمونه فعال کړل شوي دي. د بلوچستان حکومت هم ویلي چې دا پرېکړه د امن او عامه نظم د ګډوډېدو د احتمالي خطرونو له امله شوې ده.
په نورو سیمو لکه ډیره غازي خان او نیلم درې کې د امنیتي وضعیت له امله د قانون د ۱۴۴ مادې (دفعه) تر نافذېدو وروسته د ډرون کمرې کارول منع شوي دي. همداراز، د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د یوې میاشتې لپاره پر موټرسایکل د دوو کسانو پر سپرېدو بندیز لګول شوی دی.
پاکستاني رسنیو په خپله خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو د کوم برید یادونه نه ده کړې حال دا چې په خواله رسنیو کې د هغو بریدونو ویدويي تصویرونه خپاره شوي چې د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.
تېره شپه هم د افغانستان هوايي ځواک اعلان وکړ چې د اسلام اباد په ګډون یې د پاکستان پر څو سیمې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي.
نن هم راپورونه وايي چې په کوټه کې د پاکستان تر ټولو پر ستر پوځي مرکز د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.