Homeخبرونهد نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو مشر له افغانستان او پاکستانه د جګړې...

د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو مشر له افغانستان او پاکستانه د جګړې د درولو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) د نړۍ د کاتولیکانو مشر، پاپ لیو له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې بې‌له ځنډه د خبرواترو لاره جګړه پای ته ورسوي.

پاپ لیو په خپله اوونیزه وینا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانو تاوتریخوالو اندېښنه څرګنده کړه او پر دواړو هېوادونو یې غږ وکړ چې د جګړې پر ځای د تفاهم او خبرو لاره غوره کړي.

هغه وویل:
«ثبات او سوله د متقابلو ګواښونو یا د هغو وسلو له لارې نه رامنځته کېږي چې ویجاړۍ، درد او مرګ زېږوي؛ بلکې یوازې د معقولو، رښتینو او مسوولانه خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي.»

هغه زیاته کړه:
«د یوې داسې تراژیکې پېښې د امکان پر وړاندې چې کېدای شي ډېر پراخ ابعاد ولري، زه په ټول اخلاص له ښکېلو لورو غواړم چې خپل اخلاقي مسوولیت ومني او د تاوتریخوالي دا لړۍ مخکې له دې چې حالت یوې نه جبرانېدونکې پړاو ته ورسېږي، ودروي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...