Homeخبرونهد جګړې په اړه د پاکستان د کابینې ځانګړې غونډه او مسکو...

د جګړې په اړه د پاکستان د کابینې ځانګړې غونډه او مسکو ته د شهباز شریف د سفر ځنډېدا

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۱ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له افغانستان سره د جګړې د شدت د زیاتېدو او د ایران د مشر علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته د کورنیو لاریونونو له امله مسکو ته خپل سفر وځنډاوه.

ټاکل شوې وه شهباز شریف روانه اوونۍ روسیې ته لاړ شي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا سفر، چې د مارچ له ۳مې تر ۵مې پورې ټاکل شوی و، له سلا مشورو وروسته وځنډول شو. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې له افغانستان سره د پاکستان نښتې او کړکېچ له څو میاشتو راهیسې روان دی، چې تېره یکشنیه یې لا پسې زور واخیست، هغه مهال چې پاکستاني الوتکو د افغانستان پر خاوره بمباري وکړه.

په تهران کې د ایران د مشر علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې کورنۍ ناارامي او مظاهرې پیل شوې او یو شمېر مظاهره چیانو په کراچۍ کې د امریکا پر کونسلګري برید وکړ چې له کبله یې لږترلږه ۱۰ احتجاج کوونکي ووژل شول.

د شهباز شریف دفتر ویلي چې د روسیې د سفر لپاره نوې نېټه به وروسته د «متقابلو سلا مشورو» له لارې وټاکل شي.

تر دې وړاندې، روسي رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان صدراعظم به مسکو ته په درې ورځني سفر ورشي.

د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو غونډه

له بلې خوا پرون (یکشنبه) د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د دغه هېواد صدراعظم شهباز شریف د افغانستان او سیمې د وضعیت په تړاو یوه لوړپوړې امنیتي غونډه رابللې وه، چې پکې جګپوړو چارواکو «د افغانستان وضعیت په دقت» ارزولی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي چارواکو د هېواد دننه د امنیتي وضعیت په اړه مفصل راپور وړاندې کړی. هغوی همداراز صدراعظم ته د خپلو امنیتي او دفاعي تدابیرو په اړه وضاحت ورکړی دی.

په دې غونډه کې د پوځ لوی درستیز، د کورنیو چارو وزیر، د پلان او پراختیا وزیر، د اطلاعاتو او نشراتو وزیر، د عدلیې وزیر او د پاکستان د کابینې یو شمېر نورو غړیو هم ګډون درلود.

د پاکستان کابینې دا غونډه په داسي حال کې جوړه کړه چې د افغانستان د طالبانو ځواکونه نن شپه له تورخمه واوښتل او د لوړاګې خوا ته یې پرمختګ ته دوم ورکړ. همداراز افغان ځواکونو د یکشنبې په ورځ ناوخته په پکتیکا ولایت کې له انګور اډې واوښتل او د ۱۳ پاکستاني پوځیانو له وژلو وروسته یې د هغوی څو پوستې ونیولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...