تاند (سې شنبه د کب – حوت ۵مه ) د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول اعلان وکړ چې انګلستانی تجربه لرونکی روزونکی، ریچارډ پایبس یې د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه په دنده ګومارلی دی.
نوموړی د پخواني روزونکي جاناتن ټروټ ځای ناستی شو.
ټروت د ۲۰۲۶ کال تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د افغان ملي لوبډلې له د روزنې له دندې استعفاء وکړه.
د کرکټ بورډ په وينا، ریچارډ پایبس په نړیواله کچه یو پېژندل شوی روزونکی دی چې د کرکټ په نړۍ کې لویه تجربه لري.
خبرپاڼه زیاتوي چې،نوموړي د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ د لوړ فعالیت د مدیر په توګه دنده ترسره کړې، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د ویسټ انډیز د نارینه وو، ښځینه وو او تنکیو ځوانانو (U19) لوبډلو ته د نړیوالو اتلولیو په ګټلو کې بنسټیز رول درلود.
دغه راز یې د پاکستان ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دغه هېواد د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام پایلوبې ته ورساوه.
ریچارډ پایبس د بنګله دېش ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې او په سویلي افریقا کې یې په کورني کرکټ کې خپلې لوبډلې ۹ ځله د اتلولۍ تر مقامه رسولي دي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ریچارډ پایبس به په راتلونکې مارچ میاشت کې د سريلانکا پر وړاندې د سپین توپشل اووره او یو ورځنیو سیالیو وړاندې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

دا سیالۍ چې د مارچ له ۱۳مې تر ۲۵مې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، د پایبس لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره لومړنۍ ازموینه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني انګلستاني روزونکي، جاناتن ټروټ له افغان لوبډلې سره د بریاوو یو زرین باب پرېښود.