تاند ( سه شنبه د کب – حوت ۵مه ) د ۲۰۲۶ کال د کرکټ نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې، انګلستان له دویم ګروپ څخه پاکستان ته د دوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دا په دغه پړاو کې د انګلستان دویمه پرلهپسې بریا وه، چې په دې سره د څلورو امتیازونو په ګټلو په خپله ډله کې مخکښه پاتې شوه.
پاکستان د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپاچونې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې.
د پاکستان لپاره صاحبزاده فرحان تر نورو ډېرې ۶۳ منډې جوړې کړې.
د انګلستان د توپاچوونکو په منځ کې لیام ډاوسن د درېیو وېکټو په اخیستو سره ښه لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې د منډو په محدودولو کې یې مهم رول ولوباوه.
انګلستان د ورکړل شوي هدف په ځواب کې په ۱۹.۱ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او د لوبې ګټونکی شو.
د انګلستان لوبډلمشر هري بروک په ۵۱ توپونو د ۱۰۰ منډو په جوړولو سره په زړه پورې لوبه وکړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
پاکستان په لومړۍ لوبه کې د نیوزلنډ پر وړاندې د باران له امله یوه نمبره اخیستې وه، چې په دې ماتې سره یې د مخکې تګ چانس نور هم په کمېدو شو.