تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) وروسته له دې چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې افغان دفاعي ځواکونو د ننګرهار په نازیانو ولسوالي کې د پاکستاني پوځیانو د دزو ځواب ویلی، پاکستان ادعا وکړه چې لومړی د افغانستان له لوري په دوی برید شوی دی.
پاکستان ابزور او څو نورو پاکستاني رسنیو د پوځ په قول ویلي چې دوی د افغان لوري برید ته په دقت ځواب ویلی دی او د افغانستان یوه پوسته یې ویشتې ده.
پاکستاني رسنیو د پوځ له لوري دوی ته دوې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې د ډزو غږ پکې اورېدل کېږي او نور څه پکې نه ښکاري.
د پاکستاني رسنیو پر اساس، افغان لوري په تورخم، لنډیکوتل او تیرا کې د دوی پر پوستو بریدونه کړي دي.
دوی وايي چې د پاکستان په ځوابي بریدونو کې د افغانستان په خاوره کې ۵ تنه وژل شوي دي. خو دا یې نه دي ویلي چې دوی ته څنګه څرګنده شوه چې په افغانستان کې ۵ تنه وژل شوي دي.
له بلې خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان له لوري توغول شوی یو توغندی د پنجاب په یوه سیمه کې لګېدلی دی. د راپورونو له مخې دغه توغندی د روانو سرحدي نښتو په ترڅ کې توغول شوی او ویل کېږي چې د سیمې امنیتي ادارې د پېښې پلټنه کوي. په عین حال کې ویل کېږي چې په پنجاب کې یو ځانوژونکی برید شوی او پولیس په نخښه شوي دي.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د دواړو خواو ترمنځ په څو جبهو کې نښتې روانې دي.
د افغانستان حکومت ویلي و چې پر ننګرهار د پاکستان د یکشنبې د ورځې د ړندې بمبارۍ غچ به واخلي.
ځینې راپورونه وايي چې په پکتیکا او څو نورو ولایتونو کې هم پر دیورند کرښه نښتې روانې دي خو کره معلومات تر دې دمه نه شته.