دوشنبه, مې 13, 2024
Home+نن د سید جمال الدین افغان ۱۲۷ تلین دی

نن د سید جمال الدین افغان ۱۲۷ تلین دی

د مارچ ۹ مه

لیکوال: میرویس جلالزی

 نن د افغان فیلسوف او د ختیځ د علم، معرفت، تصوف او عرفان د  ستوري سید جمال الدین افغاني د وفات له ورځې سره برابره ده.

سیدجمال الدین افغان له نن څخه ۱۲۷ ملبع پخوا د ۱۸۹۷ د مارچ په ۹ مه د ۵۹ کلونو په عمر د ترکیې په استانبول کې وفات شو.

د ختیځ دغه  ستر ستوری په ۱۸۳۹ کال کې د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلی دی.

دی د اسلامي نوښت بنسټګر او يو فعال سياسي غړی و، چې د اسلامي ورورولۍ يو مخور پلوی شمیرل کیده.

هغه په خپلو خبرو کې نړۍ یوه ژوندي وجود ته ورته وبلله چې د هر غړي په درد یې نور غړي دردونه ویني.

سید جمال الدين افغان په ۱۸۸۵ زېږد كال د پان اسلاميزم غورځنګ په جوړولو بريالی شو. د علامه نظريه او مبارزه په دوه اصولو (اسلاميت) او (افغانيت) ولاړه وه.

سيد جمال الدين افغان په اووه كلنۍ کې په خپل كور کې د دوديزو پوهنو په زده كړه پېل وكړ.

 دی ډېر ځيرك او هوښيار و، د فكر پراخوالی يې دومره و چي په لږ وخت كي يې د وخت دود پوهنې زده كړې ان چي استادانو يې هم له نبوغ او فكر څخه ګټى اخيستلې.

د ختیځ  دغه نوښتګر په اوولس کلنۍ کې صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ ، تفسير، حديث، فقه، اصول، عقايد، كلام، منطق، رياضى، هندسه او طب ختم كړل.

د پوهې او زده كړې په لار كي يې د هيڅ ستونزو او خنډونو پروا نه كوله.

 سيد افغان په هند کې يو كال او څو مياشتې تيرې كړې. پر تېره زه كړه يې نوې پوهه د نوو اصولو سره زياته كړه يانى سيد مخكي په پښتو، عربې، فارسي او تركى علوم لوستلي و او په همدې ژبو ږغېدى په هند كي يې انګلېسي او اردو هم زده كړه. سيد چي پخوا يې فلسفه د عربې پوهنو سره يوځاى ويلې وه دا وخت يې په هند كي د نوې فلسفې په كارولو سره چي له اروپا څخه يې څرك رارسېدلى و زده كړه.

په سيد جمال الدين کې د کوچنيوالي څخه د ښه استعداد او نبوغ نښي نښانې څرګندې وې ځکه نو پلار دی لومړی د کا د شيرګړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ . بيا پلار له ځان سره کابل ته بوت ، هلته يې له مشهورو استادانو څخه ديني علوم ، رياضي ، طب ، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې تر څنګ يې پوځي زده کړه هم وکړه . په لږه موده کي ډېرعالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول . په زلمي توب کي يې هند ته سفر وکړ او هلته يې د ديني او نورو عصري علومو زده کړي بشپړي کړې . بيا حجاز ته ولاړ ، يو کال د عربو په ملکونو کي وګرزېد .

کله چي سيد جمال الدين افغان په دغو سفرونو کي پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالت ډېره ژوره مطالعه و کړه نو دا فکر ور سره پيدا شو چي څرنګه خپل هيواد، ټول اسلامي هيوادونه او نوره نړۍ د انګرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاصه کړي ، نو يې عملي هلي ځلي شروع کړې .

نوموړی  هند ته ولاړ ، خو انګرېزيانو د هغه ځايه څخه و ايست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ. په ترکيه کي د هغه هيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهنې او معارف د وزارت د مجلس غړی وټاکل شو.

سيد د ترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کي د استاد په توګه دنده ترسره کړه . په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايه وتلو ته مجبور شو، هند ته ولاړ . ډېر ژر انګرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووځي . له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د (ضياالخافقين ) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ . اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ، هغه وو چي د هغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ .

د ختیځ دغه تل پاتی ځلاند ستوری په ۱۸۹۷ کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله وفات شو او په ترکيه کې یې مبارک جسد خاورو ته وسپارل شو.

د  دغه مرحوم فیلسوف تابوت په کابل ۱۹۴۴ کې د د ترکيې د حکومت په موافقه کابل ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په احاطه کښي په شاندارو مراسمو ښخ کړای شو چې تر اوسه هم د یوه ستر او معتبر محل په توګه ترینه محصلین او نور خلک لیدنه کوي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    جلالزی میرویس صاحب د افغان نابغه سید جمال الدین رح. د آثارو یو نوملړ که په هرو ژبو وي هم مینه والو د مطالعې لپاره اټچ کړئ ډیر به خوشحاله شو.
    -وړه شانتې سهوه فکر کړم د د تلین ورځ مو نهم د مارچ لیکلې حالدا چې ڼن ۲۶ د فبرورۍ ده؛ که څه هم مهمه نه ده.
    درنښت او یوه دنیا تشکر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب