سه شنبه, فبروري 24, 2026
Home+د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه يي نوم شو،

خو د شمالي افریقا دې هېواد ته المغرب ولې وايي؟ نه یم خبر!

المغرب یا مراکش ډېرې ځانګړنې لري. د ګرځندوی لپاره یې یو جالبیت دا دی، چې همدلته د اروپا او اسیا وچې یوې بلې ته ایله ۱۶ کیلومتره نژدې کېږي.

له اسپانیا چې ووځې او د المغرب شمالي سمندر غاړې ته ورسېږي، په هوايي ډګر یې یو نوم لیکلی، چې یوه دنیا خلک به ان په ماشومتوب کې لا ورسره بلد وو.

هلته چې له جبل الطارق تنګي سره دوه لوی سمندرونه اطلس یا اقیانوس سمندر له مدیترانې سره یو ځای کېږي پر بله غاړه یې یو ښایستوکی ښار دی، چې ډېر یې تنجیر بولي، خو د دې هم رسمي نوم طنجة دی او د هوايي ډګر پر تندي یې لیکلي: مطار طنجة ابن بطوطة.

طنجة هوايي ډګر ته یې ځکه د ابن بطوطه نوم ورکړی، چې ستر سیاح او لیکوال ابو عبدالله محمد بن عبدالله بن محمد بن ابراهیم لواتی طنجي د همدې ښار اوسېدونکی و، په همدې ښار کې یې مزار دی، چې یوازې د ابن بطوطه په نامه مشهور شوی.

ابن بطوطه څه باندې اووه سوه کاله پخوا د طنجة ښار  د قاضیانو له یو کاله د حج په سفر ووت او بیا څه باندې ۱۰۰ زره کیلومتره وګرځېد، علم او عرفان یې ترلاسه کړل، د الرساله په نامه یې یونلیک ولیکه.

دی ایله ۲۱ کلن و، چې په سفر ووت، بیا نژدې درې لسیزه مسافر و، د اوسنۍ نړۍ ۴۰ هېوادونو خاوره یې پل او ګام کړه. په هغه زمانه کې چې نه الوتکه وه، نه موټر و او نه کومه بله د سفر ښه وسیله، تر هند او چین پورې لاړ، له سمندرونو واوښت د هندوکش په لمنو کې تېر شو، په ساراوو کې وګرځېد په ۱۴مه پېړۍ کې هرات، بلخ او بخارا ته ورسېد، ایران، هند، چین د افریقا ځینې برخې او ان سماترا یې ولیدل او په خپلو یاداښتونو کې د هرات بازارنو او بلخ د مدرسو، نیلي ګنبدونو او مغولو د تاړاکونو حال ولیکه.

ابن بطوطه په داسې زمانه کې د خپل اس واګې سمبال کړې، چې د ورځې به یې د لمر رڼا او د شپې به یې ستوري لارښود وو. د سفر په لومړیو کې د غلو په غدیو پېښ شو، د هماغو غلو مشر یې بیا د لارې مل شو، په شګلنو او سمندري توپانونو کې ورسره و، په یوه کوچنۍ کښتۍ کې یې د نیل بلې غاړې قاهرې ته ورساه او بیا یې تر دمشقه پورې د لارې مل و.

ویل کېږي، چې د ۱۳۵۳ کال په پای کې ابن بطوطه مراکش ته ستون شو او د هغه وخت د سلطان په غوښتنه یې خپل خاطرات یو لیکوال ابن الجوزي (وفات ۱۳۵۵) ته ولیکل، چې د ابن بطوطه ساده نثر یې په ښکلې بڼه ولیکه او د شعر په ټوټو سره یې ښکلی کړ.

له هغه وروسته ابن بطوطه له عام محضر پناه شو او د مورخینو په وینا له مرګه مخکې یې د مراکش په یوه ښار کې د قاضي دنده هم درلوده، چې جزئیات یې نامعلوم پاتې دي. داسې انګېرل کېږي چې ابن بطوطه په ۱۳۶۸/۶۹ یا ۱۳۷۷ کې وفات شو او په پلرني ښار طنجة کې خاورو ته وسپارل شو.

نن سبا په تنجیر یا طنجة کې د ابن بطوطه مزار ته ورتګ ډېر اسان دی، ټیکسي دې د زاړه ښار، چې دوی یې المدینه بولي، تر مرکزي څلور لارې پورې رسوي، هلته له نریو-نروچکو کوڅو تېرېږې، چې د رنګارنګ مسالو خوشبويي درباندې لګېږي.

مزار ته یې چې ورځې، نسبتاً لوړې غونډې ته به له ډېرو پېچلیو تنګو کوڅو تېرېږي او زما غوندې به له ډېرو پوښتنه کوې، چې په ځانګړې مغربي لهجه به دې پوهوې او هېڅ به نه پرې پوهېږې، خو بالاخره به یو ګلالی ماشوم ووینې، د اشارو په ژبه به د ابن بطوطه د مقبرې پوښتنه ترې وکړې، لاس نیولی به دې له ټیټو هسکو درشلونو تېر کړي او بالاخره به دې د یوه کوچني سپین زیارت دروازې ته ودروي، ابو عبدالله محمد بن عبدالله بن محمد بن ابراهیم لواتی طنجي همدلته په ابدي خوب ویده دی، چې ویل کېږي، نن (فبروري ۲۴مه) یې د زوکړې ورځ دي، ارواح یې په جنت کې په راحت شه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

دودیال   د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل....