پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههند افغانستان ته د سرطاني ناروغیو دوه نیم ټنه درمل ولېږل

هند افغانستان ته د سرطاني ناروغیو دوه نیم ټنه درمل ولېږل

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې هند کابل ته ۲.۵ ټنه درمل لېږلي دي، چې د سرطان له ناروغانو سره مرسته وشي او د درملنې خدمتونه پیاوړي شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا درمل د سرطان د درملنې لپاره ډېر مهم بللي او ویلي یې دي چې د تخنیکي او د څارنې د پروسو تر بشپړېدو وروسته به دا درمل روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې د بشري مرستو د دوامداره ژمنو په لړ کې به د اوږدې مودې لپاره د افغانستان د درملو اړتیاوې پوره کوي.

له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بېرته واک ته رسېدلي، په داسې حال کې چې نړیوالې مرستې کمې شوې دي هند د افغانستان لپاره یو مهم روغتیايي شریک ګرځېدلی او اړین درمل او طبي وسایل یې برابر کړي.

هند بشري سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو بیا یې هم له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.

د چارو کتونکي وايي، دا د نوې ډیلي د دې تګلارې ښکارندويي کوي چې د افغانستان له خلکو سره اړیکې وساتي او خپلې سیمه‌ییز ګټې خوندي کړي.

د افغانستان د روغتیا سیستم له جدي ستونزو سره مخامخ دی، لکه د درملو د کموالي، د طبي وسایلو د نشتوالي، د مسلکي ډاکترانو د وتلو له کبله د کموالي (brain drain)، او د مناسبو روغتیايي اسانتیاوو د کمښت په برخو کې.

 په هېواد کې د سرطان کچه لوړه ده خو د انکولوژۍ (سرطان درملنې) خدمات محدود دي، له همدې امله نړیوالې درملیزې مرستې د هغو ناروغانو لپاره خورا حیاتي دي چې د اوسني اقتصادي بحران له امله نه شي کولی درملنه ترلاسه کړي یا ځانګړو خدماتو ته لاسرسی ولري.

هند د ډسمبر په میاشت کې کابل ته ۷۳ ټنه ژوند ژغورونکي درمل، واکسینونه او اړین طبي توکي ولېږل، چې دا افغانستان ته د دوامدارو طبي مرستو څرګندونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...