پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+افغان طالبان او پاکستاني دولت ولې د یو بل ضد شول؟

افغان طالبان او پاکستاني دولت ولې د یو بل ضد شول؟

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د نیویارک او واشنګټن له پېښو وروسته امریکا پر افغانستان د برید کولو هوډ وکړ، نو په دې وخت کې دریو ملکونو پاکستان، عربستان او د عربو متحد امارات د افغانستان د طالبانو حکومت د رسمي حکومت په توګه منلی و، دا باید واضح کړو چې د هغه وخت طالبانو تر هر چا په پاکستان زیات باور کاوه، ځکه چې پاکستان د افغانستان نږدې ګاونډی او یو مسلمان هېواد و، داسې مسلمان هېواد چې  دین، فرهنګ، ژبه او نور ارزښتونه یې سره مشترک وو، بل دا چې په هغه وخت کې د افغانستان سره د نورو ګاونډیو هیوادونو اړیکې خرابې وې، تجارت او راکړه ورکړه یوازې د پاکستان له لارې روانه وه، پاکستان هم د طالبانو ملاتړ کاوه او په نظامي او سیاسي توګه د طالبانو تر شا ولاړ و.

داسې  هم ویل کیدل چې طالبانو د اسلام تر نامه لاندې د هغو کشمیري جنګیالیو ډلو ملاتړ هم کاوه چې اصلا پاکستان په کشمیر کې د هندوستان د سرکوبۍ لپاره را منځته کړې وې.  د افغانستان څوارلس کلن جهاد په وخت کې افغان مهاجرینو او مجاهدینو ته پاکستان ځای ورکړی و، نو طالبانو د پاکستان دا احسان هم په یاد و.

لنډه دا چې افغان طالبانو د پاکستان دا هر څیز په صداقت منلی و او نظر هندوستان ته چې یو غیر مسلمان هېواد و، پاکستان ورته مهم او ارزښمن و، هند هم د طالبانو خلاف د شمال ټلوالې سره مرستې کولې، نو بنا پردې افغان طالبانو هندوستان خپل دښمن هم ګاڼه.

طالبانو هیڅکله دا فکر نه و کړی چې پاکستان به د خپلو ګټو په خاطر د دوی د ښمنانو په څنګ کې ودریږي، نو کله چې امریکا متحده ایالتونو د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د طالبانو په را پرځولو کې د دوی تر څنګ ودریږي، نو پاکستان دغې غوښتنې ته لبیک ووایه او واضحه یې کړه چې باید د امریکا پوځې الوتکې په افغانستان د برید پرمهال د دوی له خاورې هر ډول کار واخلي چې دې خبر طالبان هک حیران کړل، ځکه طالبانو داسې هیله هیڅکله نه درلوده چې پاکستان دولت به یوه داسې پریکړه وکړي، په ورته وخت کې کیدای شي له هند څخه هم امریکا همدا غوښتنه کړي وي، خو له هنده یې مثبت ځواب تر لاسه نه کړ، دا نو اوس طالبانو ته ښکاره شوه چې تر ټولو نږدې مسلمان او ګاونډی پاکستان د دوی دښمن دی، نو کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ ، نو د امریکا جنګي جیټ طیارې به د پاکستان له خاورې را پورته کیدې او بیا به یې د افغانستان په مختلفو نقاطو کې په خپلو اهدافو بریدونه کول، داسې هم ویل کیږي چې پاکستان نه یوازې پر افغانستان له خپلې خاورې د عملیاتو اجازه امریکا ته ورکړه، بلکې د طالبانو د پوځي ځایونو او اهدافو په اړه یې امریکا ته استخباراتي معلومات او کورډیناټ هم ورکول چې په نتیجه کې د طالبانو حکومت له څلوېښتو ورځو په کمه موده کې خپل موجودیت له لاسه ورکړ.

د طالبانو غړي او لوړپوړي چارواکي د پاکستان په واسطه ونیول شول او بیا امریکا ته په لاس ورکړل شول، ځینې طالب قومندانان پاکستان کلونه کلونه بندیان کړل او ځینې نور یې بیا په ډېر وحشت سره ووژل.

همدغې لوبې ته په کتو سره طالبان د پاکستان ضد شول، دوی داسې فکر وکړ چې پاکستان چې دوی دوست ګاڼه او هندوستان چې دوی خپل دښمن ګاڼه، دا هر څه ورته معکوس وختل، نو ځکه د طالبانو اراده هم د پاکستان ضد شوه.

کله چې د طالبانو د حکومت له سقوط  وروسته په افغانستان کې یو جمهوري حکومت جوړ شو، نو پاکستان دا نظام او په خاص طور د شمال ټلوالې څرګند او بارز سیاسي حضور په افغانستان کې ونه شو زغملی، نو د پاکستان پوځي دولت د افغانستان خلاف د یوې بلې لوبې په فکر کې شو، همدې ته یې خپل استخباراتي ځواک په کار واچوه، تر څو د ډیورنډ کرښې پاکستان غاړې ته ځینې پاکستاني اسلامپال وګړي د افغانستان حکومت او افغانستان کې مېشت د نړیوالو پوځونو خلاف د افغان طالبانو په نوم وجنګوي، دا کار یو څه وخت روان و، خو وروسته په اسلام باد کې د سره مسجد پېښه را منځته شوه چې په نتیجه کې یې یو مشهور پاکستانی دیني عالم او مفتي د پاکستان پوځ له خوا ووژل شو. دغې واقعې پاکستان کې هغه اسلامپال جنګیالي چې پاکستان د افغانانو لپاره موظف کړي وو، وقهرول او سمدستي یې د پاکستان خلاف په جنګ پیل وکړ او پاکستاني پوځ او استخباراتو هم د دوی خلاف عملیات پیل کړل، دغه وخت کې دغو اسلامپالو جنګیالیو منظمه بڼه غوره کړه او ځان باندې یې د پاکستان د طالبانو غورځنګ یا تحریک طالبان پاکستان نوم کیښود، لمړنی مشر چې د هغه وخت په رسنیو کې یې نوم اخیستل کیده ښاغلی نیک محمد وزیر و، چې وروسته بیا د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.
دغو عملیاتو کالونه کالونه وخت ونیو او د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د اسلامپالو د ځپلو تر عنوان لاندې هر ډول ظلم تر سره کړ، چې دغه کار په قبایلي منطقه کې د پاکستان دولت او پوځ خلاف د خلکو کرکه را وپروله او د پاکستان امنیت نور هم تر ګواښ لاندې راغی، پاکستان که هر څومره زور وواهه چې پاکستاني طالبان وځپي خو مثبته نتیجه یې ورنکړه.

کله چې افغان طالبان د افغانستان د حکومت او افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو خلاف جنګیدل نو ځینو خلکو داسې فکر کاوه چې په پټه پاکستان د طالبانو تر شا ولاړ دی او پاکستان هم د ځان او طالبانو په اړه همداسې فکر کاوه، خو د خلکو او پاکستان دا خوب غلط وخوت او افغان طالبانو په ۲۰۲۱ د اګست ۱۵ مه نیټه قدرت ته په رسیدو سره د پاکستان په مقابل کې خپلواک دریځ ونیو چې د طالبانو دغه کار پاکستان واکمنان مایوس کړل، وروسته دا مایوسي هغه وخت په جګړه بدله شوه چې کله پاکستاني پوځ د تحریک طالبان پاکستان په نوم د افغانستان په خاوره کې د ننه هوايي عملیات وکړل او په دې سره په پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې د پاکستانیو طالبانو حملې ډېرې شوې چې پاکستان فکر کاوه مرکزونه یې په افغانستان کې دي. افغان حکومت د پاکستان دا دعوه ردوي او وایي چې د پاکستانیو طالبانو مرکزونه په خپله په پاکستان کې دي، ځکه پاکستان هیڅ ثبوت نلري او باید پاکستان خپلو ستونزو ته خپله حل لاره پیدا کړي.

پایله: 

دا چې پاکستان او پوځ یې له ۱۹۴۷ م کال راهیسې په افغانستان کې د لاسوهنې مخینه لري او تل یې په افغانستان کې د نظامونو د سقوط دنده تر سره کړې ده، نو اوس هم غواړي چې افغانستان د خپل لاس امسا وګرځوي او په افغان خاوره کې داسې یو نظام را منځته کړي، چې هر وخت د دوی د غوښتنو سره سم وچلیږي، پاکستان په حقیقت کې هماغه په تاریخ کې  د انګریزانو په شان غیر ممکنې تقضاوې لري، کوم چې هیڅ افغان یې منلو  ته تیار نه دی، دا غوښتنې دا دي:

۱- افغانستان کې باید داسې حاکمیت نافذ شي چې کاملا په بهرني سیاست کې د پاکستان څخه اجازه واخلي، په خاص طور د کشمیر ستونزې په اړه د هند په مقابل کې باید د پاکستان سره ټینګ ودریږي او د پاکستان دوست باید دوست او دښمن باید دښمن وبولي.

۲- د افغانستان حکومت باید د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني او هیڅ افغان باید په راتلونکې کې  د ډیورنډ کرښې نوم وانخلي.

۳- افغان دولت باید په په نظامي او پوځي لحاظ له پاکستان څخه ښکته وي، په دې مانا چې افغانستان باید د دوی سیال نه شي او د پاکستان په خوښه باید خپل پوځ او امنیتي ځواکونه جوړ کړي.

اخري خبره: لنډه دا چې پاکستان د دې په کیسه کې نه دی چې افغانستان کې کوم ډول نظام دی، اسلامي دی که سیکولر، افغان شموله دی او یا نه دی، پرمختللی دی او که وروسته پاتې، خو په افغانستان کې داسې نظام جوړول غواړي چې د افغاني ملي ګټو پر ځای د پاکستان ملي ګټو ته لومړیتوب ور کړي، خو زما په نظر دا به هیڅ امکان ونه لري چې پاکستان د خپلو دې غوښتنو ته ورسیږي، د پاکستان د مخکیني پښتون لومړي وزیر عمران خان خبره، چې ویل یې، نور باید دا هیله هیڅوک ونه کړي چې افغانستان کې به یو ګوډاګی حکومت را منځته کړي، ځکه چې  د افغانانو په خټه او عمل کې د غلامۍ او مزدورۍ هیڅ ځانګړتیا نه لیدل کیږي او نه به هم شي.

نورمدین “بلخېل”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...