پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد عدلیې وزیر وایي، زموږ پر قوانینو نیوکه، پر شریعت نیوکه ده

د عدلیې وزیر وایي، زموږ پر قوانینو نیوکه، پر شریعت نیوکه ده

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۸مه) ‏د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې زموږ له خوا ټول تدوین شوي قوانین او تقنیني اسناد د شریعت پر اساس دي او پرې هر ډول نیوکه به “شرعي جرم” وګڼل شي.

یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې، د دوی تقنیني اسناد د جیدو علماوو د ګڼو هیئتونو، د سترې محکمې او د طالبانو د مشر دفتر په کچه د قرآن، نبوي سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو په رڼا کې چمتو کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا اسناد تر توشېح وړاندې په تکراري ډول له اسلامي شریعت سره د مطابقت له پلوه بررسي کېږي او په هغو کې هېڅ داسې ماده نشته چې له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې وي.

په خبرپاڼه کې په ډاګه اعتراض کونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې، پر دغو قوانینو اعتراض کول په حقیقت کې “پر شریعت اعتراض” دی.

د طالبانو عدلیې وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به هغه کسان چې د دوی پر قوانینو او فرمانونو نیوکې کوي، د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو دا نوی دریځ ښایي په هېواد کې دننه پر حکومتي پرېکړو د نیوکو او مدني اعتراضونو ساحه نوره هم تنګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پر وروستي فرمان چې خلک يې پر طبقاتي نظام ویشلي وو په کور دننه او له هېواد بهر دیني عالمانو او شنونکو ور باندې سختې نیوکې کړې دي.

دوی دا فرمان اسلام سره د طالبانو ښکاره دښمني بللې ده.

2 COMMENTS

  1. ستاسو یو قانون هم شرعي ندی، دا ټوله زورواکي ده او په خلکو د کوتک په زور په ظلم او جبر تحمیلول یې حیواني عمل دی. تاسو د اصلی دین قران او احادیثو خلاف روان یاست او فقه یا مذهب ددین برخه نده. اوس زور لرۍ او څه چې وغواړئ کولی یې شئ کنه تاسو او د هټلر نظام کې هیڅ فرق نه وو.

  2. قرآنکریم فرمایی: مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا .
    حضرت سعدی په شعر کی همدا مفهوم داسی افاده کوی:

    علم چندانکه بیشتر خوانی
    چون عمل در تو نیست نادانی
    نه محقق بود نه دانشمند
    چارپایی بر او کتابی چند
    آن تهی مغز را چه علم و خبر
    که بر او هیزم است یا دفتر
    علما کوم چي د ورثة الانبیاء مقام لری هغوی د علم سره عمل او تقوی هم لری او د انبیاء ع سنت او اخلاق ژوندی کوی.
    رسول الله ص فرمایی :فساد العالم فساد العالَم
    نو د علم او علماوو امتیازات ،اخلاق ،اجتماعی موقف او مصلحانه رول په اسلام کی له معلم بشریت نه شروع ،صحابه رض عنهم ،خلفاء او امراء کوم چي ځلانده او مثالی تاریخ لری په علم ،تقوی او اخلاقو کی یی داسی برتری درلوده چي سبب د جذب د نورو اسلام ته کیدل او د اسلامی امت زیاته برخه په اخلاقو ، اسلام ته جذب شوی وو ،
    پښتانه هم پر همدی اخلاقی بنست ويلی : ښه خوی به دِ سلطان کړی ،بد خوی به دِ په ځان پوری حیران کړی.
    اوس هم چي شرعی د عدل له ډیر دروند مقام نه صرف امتیازات غواړی او ځان غیر مسؤل واجب الاحترام بولی ،یو ځل خپل علمی او عملی ګوندی سوابق د په قوماندانی امنیه (تحفه یی کرسۍ) کی وګوری
    آیا د ده راتګ دی مقام ته په حرص د کرسۍ او مال ولاړ دی که عدالت ؟
    همداسی ندیم او نور.
    ځکه پدی محروم ،تحقیرشوی او وږی نسل ،جاذبه د کرسۍ ،مادیاتو او نفس دومره غالبه ده چي د عدالت ،تقوی ،اخوت ، احترام او شفقت ،صلحی او انسانی همدردی ځای ،انډیوالی او جاهلی تعصباتو او انحصار نیولی او داسی عمل نه وینو چي بنیاد یی ایمان او ایمانداری وی ؛ څو نمونی یی وګورو چي د ایمان اثر څومره مشهود دی؟
    آیا امور د ملت اهل ته یی نه سپارل ؛ایمان پوری تړاو لری ؟
    آیا انحصار حسنه عمل دی که رذیلانه او ملت تباه کوونکی ؟
    موږ فعلا د لوږی او شدید فقر سره مخ یو او هر وزیر ،والی،جنرال او رئیس او نور بی لجام انډیوالان خپل ماحول کی څه کردار لری ؛عاقلانه که وحشیانه؟
    د ملت له ځوانانو او متخصصینو وظایف غصبول کوم عدالت دی؟
    اضافی ودونه،لکس لباس او ماډل جدید موټری او نور بچګانه ډولونه عقلانیت دی که لیونی شهوت چي ضعیف ایمان یی قابو کولی نشی؟
    که امیر د قوم ،خادم د قوم وی نو ولی معقوله صرفه جویی د امراء او علماوو له خوا نه ترویج کیږی ؟
    مثلا : اوس ټول امراء او مروج علما وریښمینی لٌنګۍ ( لنګوټه) استعمالوی که د ملت د لوږی غم ورسره وی په متوسط طور که یوه طالبی دهلکانو لنګۍ دری زره افغانی وی نو موږ خپله د لمړنی مجاهدینو وطنی لنګۍ چي شمال کی جوړیدی د پنځه سوو نه زیات قیمت به ونلری نو که منحیث موډ و فیشن یو میلیون وارداتی لنګۍ تفاوت وسنجوو :یو میلیون کی ۲۵۰۰×۱۰۰۰۰۰۰=۲۵۰۰۰۰۰۰۰۰دوه میلیارده او پنځه سوه میلیون افغانی یواځی یو قلم کی هغو ته برابرولی شو کوم چی سوءتغذیه یا لوږی او حتی مرګ سره مخ دی
    نن افغانستان دا ډول امراء او علماوو ته ضرورت لری ورنه د قرآنکریم مثل کاملا صادق او د رب العلمین مثل دی .
    نو شرعی ځان درک کړه څو کتابونه به د بار کړی وی خو اعدلوا هو اقرب للتقوی هغه سالم فهم ،تقوی او عمل غواړی کوم چي مومن او مجاهد ملت یی وستایی نه ته او امثالک
    مشک آنست که خود بوید نه آنکه عطار ګوید .
    ریښتونی مجاهدینو او علماوو ته سلام .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...