Homeخبرونهعباس عراقچي وایي، امریکا ته زموږ له لوري د خبرو هېڅ وړاندیز...

عباس عراقچي وایي، امریکا ته زموږ له لوري د خبرو هېڅ وړاندیز نه دی شوی

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۸مه) ‏د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له استازي، سټیف وېټکوف سره خبرې نه دي شوي.

هغه زیاته کړې چې د دوی له لوري د مذاکرې کومه غوښتنه هم نه ده شوې.

عراقچي ویلي، متقابل درناوی باید موجود وي او په یو طرفه کارونو هیڅوک نشي کولای په یوه موضوع کې پرمختګ وکړي.

عباس عراقچي د متحده عربي اماراتو او سعودي اندېښنې پر ځای وبللې او ایران ته پېښېدونکی ګواښ یې ټولې سیمې ته پېښېدونکی وباله.

عراقچي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، له امریکا سره یې اړیکې سخت نازک حالت کې دي.

د مالوماتو له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا شېبه په شېبه زیاتېدونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...