Homeخبرونهپه استرالیا کې سخته ګرمي؛ تودوخه د سانتي ګراد نژدې ۵۰ درجو...

په استرالیا کې سخته ګرمي؛ تودوخه د سانتي ګراد نژدې ۵۰ درجو ته رسېدلې

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) په داسي حال کې چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو (شمالي نیم کُره) کې ژمی او هوا سړه ده، اسټرالیا د سختې ګرمۍ تر اغېز لاندې ده، چې تودوخې درجه پکې د سانتي ګراد نژدې ۴۹ پورې رسېږي.

پرون د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې تر ټولو توده ورځ وه او تودوخه یې د سانتي ګراد ۴۸ اعشاریه ۹ درجې ثبت شوه.

له بلې خوا، په نیو ساوت وېلز، کوینزلنډ، تسمانیا او نورو ایالتونو کې هم تر سبا پورې د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړل شوی دی.

په مېلبورن کې له ۳۷ اعشاریه ۸ درجې ګرمۍ وروسته، په سرخلاصو میدانونو کې د اسټرالین اوپن سیالیو د ټېنس سیالۍ ودرول شوې. همداراز میدانونو کې د لوبغاړو تمرینونه او نورې ورزشي چارې ودرول شوې.

د سختې ګرمۍ له امله د جنوب ختیځو سیمو په ځنګلونو کې د اور لګېدو خطر زیات شوی او د اور د خطر خبرداري هم خپاره شوي دي.

اوس چې په شمالي نیم کُره کې ژمی دی، په جنوبي نیم کُره کې دوبی دی.

  • هغه هیوادونه چې اوس پکې اوړی دی، دا دي:
  • اسټرالیا
  • نوي‌زیلنډ
  • جنوبي افریقا
  • نمیبیا
  • بوتسوانا
  • زمبابوې
  • موزمبیق

د جنوبي امریکا هېوادونه:

  • ارجنټاین
  • چیلي
  • یوروګوای
  • پاراګوای
  • برازیل (لویه برخه)
  • بولیویا (سویلي برخه)
  • د اسیا ـ اوقیانوسیې ټاپوګان:
  • اندونیزیا (سویلي ټاپوګان)
  • پاپوا نیو ګینا
  • سلیمان ټاپوګان
  • فیجي
  • مدغاسکر، پيرو (سویلي سیمې)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...