تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل افريدي په تيرا درې کې د پوځي عملياتو سخت مخالفت کړی او ويلي يې دي چې د افريدي قوم د کمېټې له غړو سره موافقه نه وه، خو بيا هم هغوی دې ته اړ کړل شول چې د واورې د اورېدو په موسم کې خپل کورونه پرېږدي.
پاکستاني رسنیو پرون (سې شنبې) راپور ورکړ چې اعلی وزیر وويل، نن يو ځل بيا پر تيرا درې تر ټولو سخت حالات تپل شوي او دا پرېکړه په بندو خونو کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، د عمران خان منتخب جمهوري حکومت د «رجيم چينج» د عملياتو له لارې نسکور شو او له هغې وروسته ترهګر بېرته مېشتېدل، چې پر ضد يې له خیبره تر هزاره، له ملاکنډه تر ډېره اسماعيل خانه او تر وزيرستانه پورې جرګې او د امن لاريونونه وشول.
د پاکستان پوځ په تیراه کې خلکو ته ویلي چې له خپلو کورونو ووځي ځکه چې دوی د ترهګرو پر ضد عملیات کوي خو اوس پوځ او مرکزي حکومت له خپلې دې خبرې انکار کوي.
سهیل افريدي وويل چې د پښتون قوم پر سر سودا روانه ده او ترهګري يو ځل بيا تپل کېږي، خو په هغه وخت کې د پيډيايم حکومت دا هر څه دروغجن تبليغات بلل.
هغه زياته کړه چې په هغو ولسوالیو (ضلعو) کې چې ولس دغسې پرېکړې رد کړې، هلته تر اوسه امن شته، خو په هغو سيمو کې چې خطر جدي ونه ګڼل شو، هلته بيا ناامني بېرته راغلې ده.
ښاغلي افریدي روښانه کړه چې د تړلو خونو پرېکړو نه يوازې د عمران خان منتخب حکومت نسکور کړ، بلکې ناامني او اقتصاد يې هم تباه کړل، چې له امله يې پانګهوال او ځوانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
د پښتونخوا اعلی وزیر وويل، کله چې د تيرا درې پر ضد په تړلو خونو کې د عملياتو پرېکړې کېدې، نو ده يې پر ضد غږ پورته کړ، ځکه چې له ۲۲ سترو او د استخباراتي معلوماتو پر اساس له څه باندې ۱۴ زرو عملياتو سره سره ناامني ختمه نه شوه. هغه پوښتنه وکړه چې نو بيا به نوي عمليات څنګه ګټه ولري؟
سهیل افريدي وويل چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د ټولو فکري ډلو او سياسي ګوندونو جرګې په ګډه ۱۵ نکاتي اجنډا منظور کړه، چې پکې دا خبره ومنل شوه چې پوځي عمليات د ستونزې حل نه دی او ترهګري نه ختموي. خو بيا هم په تړلو خونو کې دا پرېکړه وشوه چې پر تيرا درې يو ځل بيا عمليات وتپل شي.
هغه وويل چې د کور کمانډر او آئيجي اېفسي په مشرۍ ۲۴ کسيزه کمېټه جوړه شوه، چې پکې د افريدي قوم مشرانو ته وويل شول خپل کورونه خالي کړي، ځکه ترهګر له همدغو کورونو بريدونه کوي. اپريدی قوم د کمېټې له پرېکړې سره موافق نه و، خو پرې زور واچول شو او د واورې د موسم په منځ کې يې کډه وکړه.
اعلی وزیر وويل چې د واورې له امله ان څاروي هم ژوندی نه پاتې کېږي، خو بيا هم خلک بېکوره کړل شول. هغه وويل چې د عملياتو پر مهال کډه شوي زاړه خلک، ماشومان او ښځې چې په کوم حال کې دي، ټوله نړۍ يې ويني، او خپله عمليات هم د سختې واورې له امله عملي کېدای نه شي.
ای ای دوه سره خانانو تر څو به مو سرونه ټیټ نیولي او تور پنجابی به وژني ؟😡 وسله واخلۍ ددجال یهود پنجابي په ضد مقدس جهاد رواح ده. کنه هسي به وزني په کورو به درننوزي. عدم تشدد غول خوړل دجال پنجابی نه پیزنې پاڅۍ لکه بلوڅ وسله واخلۍ 😭