پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه هند کې پر سړک پروت سوالګر میلیونر راوخوت

په هند کې پر سړک پروت سوالګر میلیونر راوخوت

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۵ مه) د هندوستان د مدیه پردېش ایالت د اندور ښار په سرافه سیمه کې په ظاهره یو خوار او عادي سوالګر، مانګي لال، په حقیقت کې د کروړونو روپیو خاوند راوخوت.

 د ښځو او ماشومانو د پراختیا وزارت د «سوالګرۍ ختمولو» د کمپاین پر مهال د مانګي لال\\ اصلي شتمني بربنډه شوه. معلومه شوه چې مانګي لال هره ورځ د سوال له لارې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې روپۍ ګټي او دا پیسې یې ځایي سوداګرو ته په سود ورکولې.

هغه د ښار په بېلابېلو سیمو کې درې پخې ودانۍ لري، درې رکشاوې یې په کرايه روانې دي، او آن د یوه لوکس موټر لپاره چلوونکی (ډرایور) هم لري.

ادارې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د «سوال ختمولو» د کمپاین تر چتر لاندې ۶۵۰۰ سوالګر پېژندل شوي، له ۴۵۰۰ کسانو سره مشورتي خبرې شوي، ۱۶۰۰ کسان مرستونونو ته لېږدول شوي او ۱۷۲ ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړل شوي دي.

چارواکو ویلي چې د سوال کولو او د دې کار د هڅولو پر ضد به عملیات لا هم دوام ولري.

د مانګي لال  د شتمنۍ افشا کېدا خلکو ته دا حقیقت څرګند کړ چې ډېر کله هر څه هغسي نه وي چې په ظاهره ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...