چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د سکاټلنډ د ملي شاعر کالیزه

د سکاټلنډ د ملي شاعر کالیزه

تاند- له نن څخه ۲۶۵ کاله پخوا د ۱۷۵۹م کال د جنورۍ په ۲۵ مه د سکاټلنډ ملي شاعر رابرټ برنز (Robert Burns) زېږېدلی دی.

رابرټ برنز د سکاټلنډي ژبې تر ټولو مهم او مشهور شاعر ګڼل کېږي. که څه هم د ده ډیرې لیکنې او شعرونه په انګلیسي ژبه دي خو یو څه سکاټلنډي (سکاټیش) لهجه پکې اخښل شوې ده.

برنز یوازې ۳۷ کاله ژوند کړی. د ۱۷۹۶ د جولای په ۲۱ له دنیا تللی خو خپل نوم یې تلپاتې کړی دی.

برنز، چې د سکاټلنډ په ایرشایر کې زېږېدلی، په سکاټلنډي او انکلیسي شعرونه او سندرې ویلي دي.

رابرټ برنز د ارتودوکس مذهب او روحیې پر ضد د بغاوت په خاطر ډېر مشهور شوی دی.

برنز د رومانتیک غورځنک له مخکښانو بلل کېږي او له مړینې وروسته، هم د لیبرالیزم او هم سویالیزم د لارویانو لپاره الهام بخښونکی و.

د ده پلار له (Kincardineshire) څخه ایرشایر ته راغی چې ګوندي بخت یې هلته بېداره شي، خو هلته مجبوره شو چې سختو کارونو ته غاړه کښېږدي، مځکه په اجاره واخلي خو بخت ورسره یاري ونه کړه او په ۱۷۶۴ کال په داسې حال کې ومړ چې دېوالیه شوی و.

د پلار بد حالت سبب شو چې رابرټ برنز هم د خپل وخت د ټولنیز نظم او هم پر ټولنه د واکمنو مذهبي- سیاسي افکارو خلاف د بغاوت ږغ پورته کړي.

ده څه نا څه رسمي زده کړې او تر یوه حده له بیلابیلو کسانو څخه انفرادي زده کړې کړي. فرانسوي ژبه او تر یوه حده لاتیني یې هم زده کړې وې.

برنز به د اتلسمې پېړۍ د مهمې انګلیسي لیکوالو لیکنې او دغه راز د شکسپیر، میلټن او درایدن اثار لوستل.

د سکاټلنډي ادبیانو په برخه کې د ده د مطالعې ساحه یوازې په کوچینوالي کې د دې ژبې د فولکلوري سندرو او نکلونو تر اورېدو پورې محدوده وه.

په وروستیو کلونو کې د برنز د کوپرۍ د څېړنې پر اساس د نوموړي څېره وکښل شوه.

نن چې د جنورۍ ۲۵ مه ده، په بریتانیا او یو شمېر نورو هیوادونو کې د ده کالیزه لمانځل کېږي.

د برنز مهم اثار دا دي:

 “A Select Collection of Original Scotish Airs for the Voice” “Poems, Chiefly in the Scottish Dialect” “Tam o’Shanter” “The Death and Dying Words of Poor Maillie” “The Scots Musical Museum”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب