د نجونو د تعلیم بندیز: د اسلام، عقل، ټولنې، اقتصاد او انساني کرامت پر وړاندې اوږدمهاله فاجعه
لیکوال: محمد خالد وردګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا
لنډیز
د نجونو د ثانوي زدهکړو بندیز په افغانستان کې یوازې د تعلیمي سیاست مسئله نه ده؛ بلکې د اسلامي ارزښتونو، انساني پانګې، عامې روغتیا، ټولنیز عدالت، او سیاسي مشروعیت لپاره یو څو اړخیز بحران دی. نړیوالې ادارې راپور ورکوي چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ابتدايي مرحلې وروسته له ښوونځي او لوړو زدهکړو څخه محرومې دي، او نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړې پاتې شوې دي. دا مقاله د قرآني نصوصو، نبوي سنتو، تاریخي شواهدو، او معاصرو پرمختیايي/روغتیايي تحلیلونو په رڼا کې ښيي چې د تعلیم بندیز د اسلام له روح، د ټولنې له اړتیاوو، او د دولتدارۍ له عقلانیت سره په ټکر کې دی.
کليدي ټکي: نجونې، تعلیم، اسلام، انساني پانګه، عامه روغتیا، مشروعیت، کډوالي، رواني روغتیا
سریزه
زدهکړه او تعلیم د انسان د فکري، ټولنیز، اقتصادي او اخلاقي ودې اساسي بنسټ دی. د تاریخ تجربې او معاصر پرمختیايي نظریات په اتفاق سره ښيي چې ټول هغه تمدنونه چې دوامدار پرمختګ یې کړی، د علم، مهارت او ادارې پر محور ولاړ وو. د جنورۍ ۲۴مه (د زدهکړې نړیواله ورځ) دا حقیقت بیا راپه یادوي چې افغانستان له ۲۰۲۱م کال راهیسې له داسې یوه تعلیمي بحران سره مخ دی چې نه یوازې د بشري ارزښتونو، بلکې د اسلامي اصولو، ټولنیز ثبات او سیاسي عقلانیت سره هم په ښکاره ټکر کې دی.
د یونسکو له مخې، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ابتدايي مرحلې وروسته له ثانوي او لوړو زدهکړو څخه په سیستماتیک ډول محرومې دي، او نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړې پاتې شوې دي. دا بندیز یوازې د یو نسل تعلیمي مسیر نه پرې کوي؛ بلکې د ټولنې پر رواني وضعیت، اقتصاد، روغتیايي نظام، او د راتلونکو نسلونو پر انساني پانګه داسې اغېز کوي چې د جبران لګښت یې کلونه او حتی لسیزې غواړي.
۱) دینی او شرعي لیدلوری
اسلام د قلم، کتاب، علم، تعقل او تفکر دین دی. د قرآن لومړۍ نازله شوې آیه:
﴿اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ﴾ (العلق: ۱)
او همدارنګه:
﴿قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾ (الزمر: ۹)
د علم مقام او د ناپوهۍ زیان په عمومي او اصولي توګه بیانوي.
په نبوي سنتو کې هم د علم طلب عام اصل دی:
«طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ» (ابن ماجه)
د دې حدیث د عموم له مخې د جنس پر بنسټ کومه استثنا نه ترې ثابتېږي. له تاریخي پلوه، رسول الله ﷺ ښځو ته د دیني زدهکړو لپاره ځانګړی اهتمام کاوه، او د علم په انتقال کې ښځې د امت بنسټیزې سرچینې وې. امالمؤمنین عایشه رضیاللهعنها د حدیث، فقه او دیني پوهاوي له لویو مراجعو څخه وه او ګڼو صحابهوو ترې زدهکړه کړې ده.
اسلامي تمدن کې ښځې یوازې زدهکوونکې نه وې، بلکې ښوونکې، محدثانې، فقیهانې او د علم بنسټګرې هم وې. د بېلګې په توګه، فاطمه الفهري په نهمه میلادي پېړۍ کې د خپل میراث له مال څخه د القرویین تعلیمي مرکز (فاس، مراکش) بنسټ کېښود- هغه بنسټ چې د نړۍ له پخوانیو دوامداره تعلیمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. (د تاریخ-تعلیم په معاصر بحث کې دا قضیه د ښځو د علمي نقش د ارزونې یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي.)
دا دیني او تاریخي شواهد په مجموع کې دا نتیجه پیاوړې کوي چې د نجونو د تعلیم مخنیوی نه یوازې د شریعت د روح خلاف دی، بلکې د اسلامي تمدن له عملي سیرت سره هم تضاد لري.
۲) علمي او پرمختیايي لیدلوری
له علمي پلوه، د یوې ټولنې پرمختګ په مستقیم ډول د هغې د انساني پانګې له کچې او کیفیت سره تړاو لري. کله چې نیمایي نفوس (ښځې) له زدهکړې محرومې شي، ټولنه خپل فکري، اقتصادي او ادارېز ظرفیت په سیستماتیک ډول کموي. معاصر پرمختیايي څېړنې تعلیم د اقتصادي تحرک، تولید، روغتیايي شاخصونو او مدني مشارکت بنسټیز محرک بولي؛ له همدې امله هیڅ معتبر علمي مکتب دا نه تاییدوي چې د زدهکړې بندیز دې پرمختګ ته لاره هواره کړي.
د تعلیم بندیز په مستقیم ډول:
- د روغتیا، ښوونې، اقتصاد او عامه خدماتو کیفیت ټیټوي؛
- فقر، بېکاري او نابرابري زیاتوي؛
- د نسلونو ترمنځ د پوهې او مهارتونو لېږد پرې کوي.
۳) ذهني او رواني اغېزې پر نجونو
د نجونو د تعلیم بندیز یوازې فزیکي محرومیت نه دی؛ بلکې د هویت، هدف او ځانارزښت پر بنسټونو مستقیم برید دی. جبري بېتعلیمي د ژور خپګان، اضطراب، ناامېدۍ، انزوا، او د راتلونکي په اړه د بېوسۍ احساس ته لاره هواروي. دا وضعیت د شخصیت جوړونې، ټولنیز تعامل او انتقادي فکر پر وده هم منفي اغېز کوي.
په عین حال کې، د رواني زیانونو د درملنې لپاره د ښځینه متخصصینو (ارواپوهانو، ډاکټرانو، نرسانو) اړتیا لوړېږي- خو همدغه بندیز د دې مسلکي کدر د روزنې مسیر هم تنګوي. پایله یې دا ده چې بحران هم زېږېږي او هم د حل وسایل کمېږي.
۴) ټولنیزې پایلې: فقر، کمعمر ودونه او تاوتریخوالی
کله چې نجونې له ښوونځي ایستل کېږي، د کمعمر ودونو احتمال لوړوي، د اقتصادي خپلواکۍ امکان محدودوي، او د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې د مقاومت ظرفیت راکموي. د ښځو د تعلیم کچه د مور او ماشوم د روغتیا له شاخصونو سره هم نېغه اړیکه لري؛ ځکه تعلیم روغتیايي پوهاوی، د خدماتو لاسرسی، او د کورنۍ د پرېکړو کیفیت لوړوي.
تعلیمیافته ښځه یوازې ځان نه روزي؛ کورنۍ، نسل او ټولنه روزي. له همدې امله د نجونو د تعلیم بندیز د ټولنیز انحطاط د یوې پراخې کړۍ خطر زیاتوي.
۵) کډوالي او د کورنیو ټوټه کېدل
د نجونو پر تعلیم بندیز د کورنیو د تصمیمونو په جوړښت کې ژور بدلون راوستی. ګڼې کورنۍ د لوڼو د تعلیم لپاره د مهاجرت یا بېځایه کېدو لارې ته اړ کېږي. د بېلګې په توګه، د کډوالۍ نړیوال سازمان او اړوند څېړنې ښيي چې افغانستان د داخلي بېځایه کېدو له ستر بحران سره مخ دی او د طبیعي افتونو له امله هم د پام وړ بېځایه کېدل ثبت شوي دي.
د دې بهیر پایلې څو اړخیزې دي:
- د کورنیو اقتصادي بنسټونه کمزوري کېږي؛
- د انساني پانګې تېښته (brain drain) چټکېږي؛
- هېواد د راتلونکو ډاکترانو، ښوونکو او متخصصینو له روزنیز مسیر څخه بېبرخې کېږي.
۶) اقتصادي، صحي او ټولنیز زیانونه
د تعلیم بندیز یو له خطرناکو پایلو څخه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې د مسیر کمزورتیا ده. یونیسف په رسمي توګه خبرداری ورکړی چې د نجونو د تعلیم دوامدار بندیز به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت رامنځته کړي او دا به د ښځو او نجونو پر روغتیا مستقیم اغېز ولري. یونیسف همدارنګه د احتمالي بشري لګښت په اړه عددې اټکل وړاندې کوي (اضافي مورني او ماشومانه مرګونه) چې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو د کمښت له میکانیزم سره تړاو لري.
په بیړنیو حالاتو کې- لکه د زلزلې، سیلابونو او نورو افتونو پر مهال- ښځینه ډاکترې او قابلهګانې د ښځو د عاجلې درملنې او د ټولنې د اعتماد د ساتنې لپاره حیاتي رول لري. د دې مسلکي ظرفیت کمښت د روغتیايي عدالت او انساني کرامت پر وړاندې عملي ګواښ دی.
۷) سیاسي، حقوقي او نړیوال اغېز
د نجونو د زدهکړو بندیز د نړیوالو حقوقي معیارونو له مخې د بشري حقونو له اساسي اصولو سره ټکر لري. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (Article 26) د تعلیم حق د ټولو لپاره تضمینوي. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (Article 28) هم د ثانوي زدهکړو د لاسرسي اصل د برابر فرصت پر بنسټ تأکیدوي.
په سیاسي لحاظ، د تعلیم بندیز د مشروعیت او دولتدارۍ پر کیفیت اغېز کوي، ځکه مشروعیت یوازې د کنټرول محصول نه دی؛ د ولس د رضایت، عدالت او خدماتو له معیارونو سره هم تړاو لري. په نړیواله کچه، یونسکو افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد یادوي چې نجونې پکې له ثانوي او لوړو زدهکړو محرومې دي- دا وضعیت په طبیعي ډول د نړیوال تعامل، مرستو، پانګونې او دیپلوماتیک اعتبار پر ساحه اغېز کوي.
پایله: مسؤلیت، حساب او تاریخي قضاوت
د نجونو تعلیم د فردي حق تر کچې محدود بحث نه دی؛ دا د ټولنیز پرمختګ، اقتصادي ثبات، عامې روغتیا، انساني کرامت او اسلامي ارزښتونو له مخې یو بنسټیز ضرورت دی. د علم له حق څخه د نجونو محرومول نه یوازې د هغوی راتلونکی زیانمنوي، بلکې د ټولنې فکري ستنې نړوي، اقتصاد کمزوری کوي، روغتیايي نظام د اوږدمهاله کدر له کمښت سره مخ کوي، او راتلونکي نسلونه د فقر او بېثباتۍ پر لور ټېل وهي.
له اخلاقي او ديني لیدلوري، دا موضوع یوازې د پالیسۍ تخنیکي بحث نه دی؛ بلکې د مسؤلیت او حساب مسئله ده. هغه مسؤلین او پریکړهکوونکي چې د نجونو پر تعلیم یې بندیز وضع کړی او دوام ورکوي، باید درک کړي چې دا کار به یوازې د تاریخ په قضاوت کې نه ثبتېږي، بلکې د ملت په وجدان کې هم د یو ستر ظلم په توګه پاتې کېږي.
او د اسلامي عقیدې له مخې، حساب یوازې د دنیا تر بریده محدود نه دی: د قیامت په ورځ به د ظلم پوښتنه کېږي، او د بندګانو حقونه بېاهمیته نه ګڼل کېږي. په دیني اخلاقو کې د “حقالعبد” جدي مقام ته په کتو، د داسې پرېکړو مسؤلیت د وجدان، تاریخ او اخرت درې واړه ساحې رانغاړي.
که د افغانستان فعلی حاکمان غواړي له دې اوږدمهاله فاجعې ووځي، تر ټولو روښانه او عملي لاره دا ده: د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانیستل، د ښوونې نظام عادي کول، او د اسلام، عقل او انساني کرامت له اصولو سره سم د ټولنې د راتلونکي جوړول.
سرچینې او مآخذ
- UNESCO – Afghanistan: Four years on, 2.2 million girls still banned from school.
- UNICEF – As new school year starts in Afghanistan, almost 400,000 more girls deprived… (Press release, 22 March 2025).
- OHCHR – Universal Declaration of Human Rights (Article 26).
- ICRC IHL Database – Convention on the Rights of the Child (Article 28).
- IOM DTM – Afghanistan displacement report (د داخلي بېځایه کېدو عمومي شمېرې او علتونه).
- IDMC – Afghanistan country displacement profile (عمومي وضعیت/شمېرې).
محترم ورور خالد صاحب !
تاسی ښه هراړخیزه بحث مو وړاندی کړی کاشکی مسؤلان یی په تعمق سره ولولی او خپله خطا رفع کړی خو مع الاسف خاصه انحصاری حلقه دا ظرفیت به ونلری چي سالم انتقاد درک او اصلاحات راولی ؛ زما تحلیل دا دی :
لمړی : الله ج فرمایی ، امانات یا د امت کارونه اهل ته یی وسپاری،چي دا کار ندی شوی نو د سم کار توقع به بی ځایه وی .
دوهم : کیدی شی یو دلیل د ښځو د کار او تعلیم لپاره د کرسیو تخلیه وی د خپلو اڼډیوالانو لپاره .
ځکه دوی بلا دلیل په زرهاوو مامورین او متخصصین د جمهوریت د کار په جرم غیر عادلانه تحقیر او شړلی ،حال دا چي معقوله دا وه چي خپلو جنګیالیو ته یی باید نوی وظایف په تدریجی طور ایجاد کړی وی تر څو د بل افغان حق تلف شوی نه وی او له احمقانه انحصار نه یی باید ځان ساتلی وی تر څو اسلامیت او افغانیت یی تر سوال لاندی نه وی راغلی ځکه د هر حکومت لیوان او انډیوالان ۱٪ د ټول ملت نه جوړوی او ټولو ته جمهوریتی یا طالب خطاب ریښه په ناپوهی او بداخلاقی کی لری .
دریم : قرآنکریم وایی : فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون .
دا مفتیان او شیوخ ځان هر کاره او جامع الکمالات بولی چي عقل او دین یی نه منی او ورثه د انبیاء ع په عمل او تقوی پیژندل کیږی نه القاب؛ځکه رسول الله ص فرمایی :شرافت الانسان بالعلم والادب لا بالمال والنسب .
څلورم : انحصار چي د پیړیو محرومیت، تحقیر او لوږې زیږنده ده او په سابقه حکام او علماوو بی کفایتی او عدم اهلیت پوری تړاو لری نباید انتقام یی له مومن او مجاهد ملت نه واخیستل شی ،بلکی انسانی او اسلامی اخلاق، ملت مرصوص صف ته واړوی او موږ دملت په وړاندی «کانه ولی حمیم » مقام او شرافت اثبات ورکړو .
پنځم : اسلامی حکومت مکلف دی چي د تعلیم فضا او وسایل ټولو ته مساعده او د متخصصینو روزل د ملت د ضرورت په اندازه د علوم نافعه په ټولو شعباتو کی فرض کفایی دی .
نو دومره علم کوم چي انحصارګر یی لری د اسلامی نظام د جوړولو او ملی خدماتو تر سره کولو لپاره کافی ندی ؛اصلاحات او ملت جوړونه دقیق فهم ،تخصص او عالی انسانی اخلاق غواړی او یواځی په طالب نه جوړیږی.
رسول الله ص فرمایلی : من خرج فی طلب العلم فهو فی سبیل الله حتی یرجع .
داکتر صاحب همت! ستاسو د هر اړخیز تبصرې نه مننه. له بده مرغه فعلی حاکمان د تیر لنډ تاریخ نه عبرت نه اخلی چې موږ یې عیني شاهدان یو. د ابن خلدون د حکومتونو د اقتدار او سقوط طیوري مو که مطالعه کړی کړی افغانستان حالاتو سره ډیرسمون لری. الله ج د دوی ته هدایت وکړی!
عجیبه نه ده!
نړۍ د زده کړو «ورځ »لمانځی موږ یې دروازې تړو. یونیسکو او یونیسف یې توره «فاجعه» catastrophicبولی.
دکتورهمت په عینی او ذهنی لحاظ مستند و دلایلو او دینی احکاموته اشاره کړی ده چې نور تبصرې ته ضرورت نشته عاقل په نیمه پوهیږی .
مننه خالد وردګ وروره،
ډېره اړینه او پر ځای لیکنه، قلم مو تل تاند او څپاند اوسه.