پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوره نړیوال جام لپاره نوی مهالوېش...

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوره نړیوال جام لپاره نوی مهالوېش اعلان کړ

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۵ مه) د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ‌۲۰ اوره نړیوال جام نوی مهالوېش په رسمي ډول اعلان کړی، چې پکې د سکاټلېنډ د لوبو جزییات هم شامل دي.

د نوي مهالوېش له مخې، سکاټلنډ به د فبرورۍ په ۷مه د ویسټ انډیز پر وړاندې د سیالۍ میدان ته راووځي. په دوهمه لوبه کې به د سکاټلنډ لوبډله د فبرورۍ په ۹مه له ایټالیا سره مخامخ شي.

د کرکټ د نړیوالې شورا په وینا، دا لوبې به د ټاکلي مهالوېش له مخې په بېلابېلو ځایونو کې ترسره شي او ټولې لوبډلې به په پوره چمتووالي سره سیالیو ته داخلې شي.

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د نوي مهالوېش له اعلان وروسته به هره لوبډله خپله تګلاره او چمتووالی وروستۍ کړي، او دا معلومات د کرکټ مینه‌والو ته هم ډېر مهم دي، څو وکولای شي د خپلو لوبډلو د ملاتړ لپاره له مخکې پلان جوړ کړي.

د ټي‌۲۰ نړیوال جام نوي مهالوېش د نړۍ د کرکټ په مینه‌والو کې ځانګړې لېوالتیا راپارولې، ځکه تر دې مخکې ډېرو مینه‌والو د زاړه مهالوېش له مخې د سفر او د لوبو د لیدو ترتیبات کړي وو.

اوس د نوي مهالوېش له مخې، هم لوبډلې او هم مینه‌وال باید خپلې طرحې بیا له سره تنظیم کړي.

د سکاټلنډ لوبډله وروسته له هغه په دې سیالیو کې ځای کړل شوه چې بنګله دېش په هند کې د نه لبېدو په خاطر له سیالیو وایستل شو.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي و چې ممکن د بنګله دېش په ننګه د دوی ټیم هم هند ته له سفر او په مجموع کې له راروان نړیوال حام سیالیو ډډه وکړي خو پرون د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې نن (یکشنبه) به د نړیوال شل اوره جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړي.

په څلور ګروپونو کې ۲۰ لوبډلې سیالي کوي

هند او سریلانکا په ګډه د ۲۰۲۶ شل اوره جام کوربانه دي. په دې سیالیو کې شل لوبډلې په څلورو ګروپونو (اې، بي سي او ډي) کې له ی یل سره مخامخېږي.

لومړۍ مسابقه به د فبرورۍ په ۷ مه د پاکستان او نیدرلنډ (هالنډ) ترمنځ وي، په همدې ورځ به په دوهمه مسابقه کې سکاټلنډ او ویست انډیز او هند او امریکا سره مخامخ شي.

د افغانستان لومړۍ مسابقه به د فبرورۍ په اتمه له نیوزیلنډ سره وي.

افغانستان په ډي ګروپ کې له نیوزیلنډ، کاناډا، جنوبي افریقا او متحده عربي امارات سره یوځای دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...