تاند (یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۵مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې تر سبا د سلواغې تر ۶مې نېټې په ۲۵ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.
سالنګ، نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب هغه ولایتونه یاد شوي چې په کې د واورو او ورښتونو اټکل شوی دی.
د طالبانو د هوا پېژندنې ریاست زیاته کړې چې،په دې ورښتونو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۴۰ سانتيمترو او د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ میلي مترو اټکل شوې ده.
دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، په تېرو څو ورځو د هېواد د مرکز په ګډون په زیات شمېر ولایتونو کې واوره او باران ورېدلی دی.
په ګڼو ولایتونو کې عمومي لارې اوس هم تړلې او په یو شمېر لارو د ترافیکي پېښو له امله مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.
د وروستیو مالوماتو له مخې تر ۷۰ کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ژوبل دي او لسګونه کسان بیا په واورو کې بند پاتې ژغورل شوي دي.
په ډېری سیمو کې کډوال او د زلزلو له امله بې ځایه شوي بیا سخت ژوند لري او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.