نیکولا تسلا د بشري تاریخ یو پیاوړی مخترع او نابغه و. نوموړی د نړي په اتو ژبو پوهیده. نیکولاتسلا برېښنا په پراختیا سره په برېښنایي نړۍ کې انقلاب راووست. هغه نږدې ۳۰۰ بېلابېل اختراعات وکړل. که څه هم د ټسلا نوم د ډېرو لپاره د آلبرت آینشټاین، توماس ادیسون او آلفرید نوبل په پرتله هومره آشنا نه دی، خو په تېرو څو پېړیو کې ډېر لږ کسان به داسې وي چې د ده هومره بریاوې یې په نصیب شوې وي.
نیکولا ټسلا د ۱۸۵۶ کال د اوړي په یوه داسې شپه کې چې ګڼ باران اوریده او ورسره تالنده او بریښنا هم مله وو، په اوسنۍ کرویشیا کې وزېږېد. له کوچنیوالي یې د ریاضي په محاسباتو کې حیرانونکی او غوره استعداد درلود. د ځوانۍ پر مهال یې پلار غوښتل هغه کشیش شي، خو ټسلا په ټینګار سره ورڅخه غوښتنه وکړه چې د انجنیرۍ زده کړې وکړي. د ده د غوښتنې په مقابل کې پلار هم له خپلې غوښتنې تیر شو.
ټسلا د اکډمیکو زده کړو لیوال نه و، له همدې کبله یې د توماس ادیسون په شرکت کې د برېښنايي انجنونو او څراغونو په برخه کې کار پیل کړ.
ټسلا په ۱۸۸۴ کال کې د ادیسون د لیدو په موخه امریکا ته کډه وکړه.د نوموړي په خبره چې د ادیسون شرکت ورسره ژمنه کړې وه چې که د دوی تخنیکي ستونزې حل کړي، نو بیا به ورته ۵۰ زره ډالره د انعام په توګه ورکړي، که څه هم نوموړی وتوانیده چې هماغه تخنیکي ستونزې حل کړ، خو کوم څه یې تر ګوتو نکړل بلکې له شپږو میاشتو وروسته له همدې شرکت څخه هم ووت.
وروسته له دې، هغه له دوو نورو سوداګرو سره یوځای د Tesla Electric Light and Manufacturing په نوم شرکت جوړ کړ، په دغه شرکت له څه مودې ګډ کار وروسته ملګري ترې لاړل او د هغه له اختراعاتو څخه یې خپل شرکت جوړ کړ، چې په پایله کې ټسلا ډیرمفلس شو آن تر دې چې اړ شو څو د ورځې په دوه ډالره مزدوري وکړي.
په ۱۸۸۷ کال کې ټسلا دوه نوي پانګهوال وموندل، هغوئ دې ته چمتو ول چې د ده د نوي شرکت لګښتونه ور کړي. ده په نیویارک کې یو لابراتوار جوړ کړ او د برېښنا بدیل انجن (AC induction motor) یې اختراع کړ. دغه نوښت د برېښنا په لیږد او کارونه کې خورا مهم بدلونونه راوستل.
د ټسلا د کار طرحې دWestinghouse Electric شرکت پام ور واړاوه او هغوی یې د کار ملاتړ وکړ. په دې کار یې د “جریانونو جګړه” پیل کړه، د ټسلا د بدیل جریان (AC) او د ادیسون د مستقیم جریان (DC) ترمنځ سیالي هم رامنځ ته شوه.
ادیسون دعوه درلوده چې مستقیم بهیر خوندي دی، خو هغه د اوږده واټن او فاصلې د برېښنا انتقال توان نهلاره. په دې جګړه کې ټسلا اړ شو خپل ځینې حقونه ارزانه وپلوري، خو د ۱۸۹۳ کال د شیکاګو نړیوال نندارتون کې یې د برېښنا د AC په مرسته د ښار څراغونه روښانه کړل او نړۍ ته یې وښودله چې بدیل جریان څومره اغېزناک دی. همدا کار د ده د شهرت سبب شو.
ټسلا او د ژوندانه په اوږدو کې یې سختې ورځي.
غواړم دلته د هغوو پیښو او اختراعاتو یادونه وکړم چې د ټسلا کارونه یې وځلول او یا یې ورباندې ناوړه اغیز درلود. د بیلګې په توګه، په ۱۸۹۵ کال کې د ټسلا د منهتن لابراتوار وسوځېد او زرګونه یادښتونه او ازمایښتي وسایل یې له منځه ولاړل.
نوموړي په ۱۸۹۸ کال کې یوه داسې کښتۍ جوړه کړه چې بېسیمه کنټرولېده، خو هغه وخت خلکو دی جادوګر او دروغجن وباله خو ده له دې وروسته بیا تر ډیره د بېسم ټکنالوژې خواته پام واړاوه.ټسلا د نړۍ په کچه د بېسیم برېښنایي سیستم او مخابراتو د سیستمونو خوبونه یې لیدل.
ده پهColorado Springs کې یو بل لابراتوار هم جوړ کړ او دلته یې هم ستر، ستر ازمایښتونه په کې وکړل.
په ۱۹۰۱ م کال کې لوی پانګهوال جی. پی. مورګن د ده ملاتړ وکړ او په نیویارک کې یې د برېښنا د لیږد برج جوړېدو کار پیل کړ، په پای کې مورګن هم د ده له ملاتړه لاس واخیست.
په ۱۹۰۹ کال کې د رادیو اختراع جایزه مارکوني ته ورکړل شوه، ټسلا په مارکوني باندې دعوه وکړه، خو دغې دعوې یې کومه څرګنده پایله نه لرله.
د ټسلا شخصي ژوند او ځانګړتیاوې
ټسلا یو ناپایه حافظه لرونکې نابغه و؛ ویل یې له اوږدو متونو نیولې تر کتابونو ټول یې په حافظه کې خوندې کولای شوای، لکه مخکې چې مو یادونه وکړه په اتو ژبو پوهیده او د ژوند تر پایه پورې یې واده ونکړ. ده به ویل یوازیتوت یې د خلاقیت راز دی.
ټسلا هیښونکي عادتونه لرل، له مرغلرو یې کرکه درلوده او له هغوو ښځو سره یې هم خبرې نه کولې چې په کالیو کې به یې مرغلرې کارول شوې وي.
د لیکوال مارک ټواین نږدې ملګری و او ډېری اختراعات یې د هغه په مرسته خلکو ته وروپېژندل.
په ۷۵ کلنۍ کې، ټسلا ته د آلبرت آینشټاین لهخوا د زېږېدنې د کلیزې مبارکي لیک راغی، او انځور یې د Time مجلې پر پښتۍ هم خپور شو.
د ټسلا وروستي کلونه
په وروستیو کلونو کې د خلکو په نظر نیکولا ټسلا یو “لیونی ساینسپوه” و. علت یې دا و چې هغه د نوي ډول انرژۍ، د فکر د انځور اخیستلو ټکنالوژۍ، او د وړانګو د نوي وسلې خبرې کولې.
هغه د خپل ژوند په وروستیو کې بېوزله شو، له یو ځای نه بل ته کډه کېده، او بالاخره د نیویارک په یوه هوټل کې مېشت شو. او د ۱۹۴۳ کال د جنوري په اومه نیټه د هوټل خدمتګار د هغه مړی وموند. نیکولا ټسلا په ۸۶ کلنۍ کې ومړ. په دې وروستیو کې د ټسلا نوم یو ځل بیا د ځینو شرکتونو لکه د Tesla Motors په څېر شرکت له لارې بیا راژوندی شوی دی.