پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد داسي الې اختراع چې فلج کسان پرې خبرې کولی شي

د داسي الې اختراع چې فلج کسان پرې خبرې کولی شي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۵ مه) د بریتانیا د کمبرېج پوهنتون د مغزي سکتې او فلج ناروغانو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ یوه نوې اله جوړه کړې، چې کولی شي د خبرو کولو وړتیا بېرته راژوندۍ کړي.

د «ري‌وایس» (ReVoice) په نوم د AI دا اله د غاړه‌کۍ په شان د ناروغ پر ستوني تړل کېږي. دا اله، چې خورا حساس سینسور پکې کارول شوی، د ستوني د وینا نښې (سګنالونه) او همداراز د زړه د درزا له لارې ترلاسه کېدونکي سګنالونه ثبتوي. وروسته بیا د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته دا سګنالونه ډيکوډ کېږي او په طبیعي، روښانه او روان غږ بدلېږي.

د متخصصانو په وینا، دې الې په ازموینو کې د کلمو د پېژندنې په برخه کې نژدې ۹۶ سلنه او د جملو په برخه کې ۹۷ سلنه دقت ښودلی دی. دا بریا د هغو کسانو لپاره لوی پرمختګ بلل کېږي چې د فلج یا نورو عصبي ناروغیو له امله یې د خبرو کولو وړتیا له لاسه ورکړې وي.

په څېړنه کې ویل شوي چې د ري‌وایس اله نه یوازې بې‌غږه ویل شوې خبرې درک کولای شي، بلکې د ناروغ احساسات هم پېژني او هغه په بشپړو جملو بدلوي. دا اسانتیا ناروغ ته دا امکان برابروي چې په ډېر باور په ورځنیو خبرو کې ګډون وکړي.

ساینسپوهان وایي چې دا ټکنالوژي په راتلونکې کې د پارکینسن ناروغۍ او نورو عصبي (نیورولوژیکي) ناروغیو په درملنې او بیا رغونې کې هم مهم رول لوبولای شي.

د متخصصانو په وینا، د ري‌وایس اله سپکه، ارامه او د ورځني استعمال لپاره مناسبه ده، او ناروغانو ته دا فرصت ورکوي چې په ټولنیز او مسلکي ژوند کې یو ځل بیا فعاله ونډه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...