پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي د سیمې ۹ هیوادونو ته یې صادرات ۴۴ اعشاریه...

پاکستان وايي د سیمې ۹ هیوادونو ته یې صادرات ۴۴ اعشاریه ۴ سلنه کم شوي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ جدې ۵ مه) د ۲۰۲۵- ۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې له نهو ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان تجارتي کسر د تېر کال د همدې مودې له ۵.۳۲۰ میلیارد ډالرو څخه ۴۴.۴۲ سلنه زیات شوی او ۷.۶۸۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو پرون (شنبه) راپور ورکړ چې دا لوړ شوی کسر تر ډېره له دې امله دی چې په مجموع کې د سیمې هېوادونو ته د پاکستان صادرات کم شوي دي. د پاکستان صادرات تر ټولو ډېر چین، ورپسې افغانستان او بنګله‌دېش ته کم شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې له افغانستان سره د صادراتو په ګډون هر ډول سوداګري ځنډولې ده.

د پاکستان د مرکزي بانک د وروستیو شمېرو له مخې، هند ته د پاکستان صادرات لږ څه زیات شوي، خو د ارزښت له پلوه دا زیاتوالی د پام وړ نه دی. بنګله‌دېش او سریلانکا ته هم صادرات د ارزونې په دې موده کې منفي وده ښيي.

په ۲۰۲۵ مالي کال کې هم نهو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریز کسر ۲۹.۴۲ سلنه زیات شوی و او له ۹.۵۰۲ میلیاردو څخه ۱۲.۲۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و.

افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالدیپ ته د پاکستان د صادراتو ارزښت د ۲۰۲۵- ۲۰۲۶ مالي کال د جولای ـ ډسمبر په موده کې ۱۸.۵۶ سلنه راکم شوی او له ۲.۴۱۳ میلیاردو څخه ۱.۹۶۵ میلیارد ډالرو ته ټیټ شوی دی. برعکس، واردات په همدې موده کې ۲۴.۷۶ سلنه زیات شوي او له ۷.۷۳۳ میلیاردو څخه ۹.۶۴۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. همدارنګه، په ۲۰۲۵ مالي کال کې ټول واردات ۲۰.۶۶ سلنه زیات شوي او له ۱۳.۸۳۸ څخه ۱۶.۶۹۸ میلیارد ډالرو ته ختلي دي.

له چین څخه واردات د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې ۲۵.۶۱ سلنه زیات شوي او له ۷.۵۴۱ میلیاردو څخه ۹.۴۷۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. د سیمې ډېری واردات له چین څخه کېږي، ورپسې تر یوه بریده هند او بنګله‌دېش څخه راځي.

چین ته صادرات ۵.۵۹ سلنه کم شوي او له ۱.۲۸۸ میلیاردو څخه ۱.۲۱۶ میلیارد ډالرو ته راټیټ شوي دي. له هند څخه واردات ۱۲.۷۳ سلنه کم شوي او له ۱۱۱.۹۹۱ میلیون څخه ۹۷.۷۳۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. خو په ۲۰۲۵ مالي کال کې له هند څخه واردات له ۲۰۶.۸۹ میلیون څخه ۲۲۰.۵۸ میلیون ډالرو ته زیات شوي وو. بل لور ته، هند ته صادرات د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې ۲.۹۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال له ۰.۳۹۹ میلیون ډالرو څخه زیات دي.

افغانستان ته صادرات ۵۶.۶۱ سلنه کم شوي او له ۵۰۵.۸۱۸ میلیون څخه ۲۱۹.۴۸۹ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي. واردات په همدې موده کې ۶.۳۲۱ میلیون ډالرو ته دي، په داسې حال کې چې ۲۰۲۵ په مالي کال کې ۹.۹۹۴ میلیون وو، یعنې ۳۶.۷۵ سلنه کموالی راغلی دی.

بنګله‌دېش ته صادرات ۷.۵۴ سلنه کم شوي او له ۳۸۷.۷۷۲ میلیون څخه ۳۵۸.۴۹۹ میلیون ډالرو ته راښکته شوي دي. خو په ۲۰۲۵ کې بنګله‌دېش ته صادرات ۱۹.۰۸ سلنه زیات شوي او له ۶۶۱.۱۹ میلیون څخه ۷۸۷.۳۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي وو. له بنګله‌دېش څخه واردات د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې ۷.۴۱ سلنه زیات شوي او له ۳۹.۸۳۲ میلیون څخه ۳۶.۸۸۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
سریلانکا ته صادرات ۲۷.۱۳ سلنه کم شوي او له ۲۲۳.۹۱۲ میلیون څخه ۱۶۳.۱۷۳ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي، خو واردات ۱۲.۷۱ سلنه زیات شوي او له ۲۹.۶۴۷ میلیون څخه ۳۳.۴۱۴ میلیون ډالرو ته ختلي دي.

2 COMMENTS

  1. په ټول راپور کی څو ځلی د 2026 کال لومړی نیمایی تکرار شوی درحالیکه چی 2026 کال لومړی میاشت لا نه ده پوره شوی دی ته لومړی نیمایی څنګه ویلای شو لږ وضاحت یی وکړی .

    • مالي کال په بېلابیلو هیوادونو کې په بېلو بیلو میاشتو کې پیلیږي. د پاکستان مالي کال د جولای په لومړۍ پیلیږي او د بل کال د جون په وروستۍ ورځ پای ته رسیږي.
      وروستی مالي کال یې د ۲۰۲۵ په جولای کې پیل شوی نو دې کال ته د ۲۰۲۶ مالي کال وايي. په جنوري کې د ۲۰۲۶ مالي کال ۶ میاشتې پوره شوي دي.
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...