Homeخبرونهټرمپ وایي، کاناډا باید له چین سره کړې هوکړه لغوه کړي

ټرمپ وایي، کاناډا باید له چین سره کړې هوکړه لغوه کړي

تاند ( یک شنبه د سلواغې ـ دلوې ۵مه) د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د چین او کاناډا ترمنځ سوداګریزې هوکړې غوسه کړی او پر کاناډایي توکو یې د ۱۰۰ سلنه تعرفې لګولو خبرداری ورکړی.

ټرمپ ټینګار کړی چې کاناډا باید له چین سره سوداګریزه هوکړه لغوه کړي.

نوموړي په دې موخه د دې هوکړې پر لغوه کېدو ټینګار کړی چې، په وینا یې چین د کاناډا اقتصاد او ټولنیز جوړښت له منځه وړي.

هغه ګوتڅنډنه کړې چې، که کاناډا له چین سره سوداګریزه هوکړه لغوه نه کړي، امریکا به پر کاناډایي توکو ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.

ټرمپ دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې تازه د کاناډا لومړی وزیر چین ته سفر کړی او له چینايي چارواکو سره یې د سوداګرۍ پراختیا په موخه هوکړه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ له دې هوکړې وروسته ویلي چې چین به کاناډا ژوندۍ وخوري.

د کاناډا او امریکا ترمنځ پر سوداګریزو توکو د تعرفو لګولو مسئلې له ډېرو کلونو راهیسې ګرمې دي، خو سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي ننوتو وروسته دغو کیسو نور هم زور اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...