Homeخبرونهامیرخان متقي له روزمېري ډي کارلو سره خبرې کړې

امیرخان متقي له روزمېري ډي کارلو سره خبرې کړې

تاند ( یک شنبه د سلواغې ـ دلوې ۵مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې «روزمېري ډي‌کارلو» او مل پلاوي سره کتلي دي.

یاد وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د طالبانو د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه کړي دي.

په تړاو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې متقي د افغانستان په سیاسي وضعیت، امنیت، د اقتصادي ثبات په هڅو او راستانه شویو ګډوالو د‌ ښه مدیریت او هغوی سره د لازمو همکاریو په تړاو د طالبانو د مثبتو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

هغه دغه راز د افغانستان پر بانکونو د محدودیتونو پر لرې کېدو هم ټینګار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې بل خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له هیواده بهر د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو د بند پاتې بشري مرستو رسولو کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه دا مرستې افغان ولس ته اړينې بللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...