Homeخبرونهد ریاست الوزرا اداری مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت...

د ریاست الوزرا اداری مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته تللی

تاند ( شک شنبه د سلواغې ـ دلوې ۵مه) د طالبانو ‏د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي پرون شنبه د یو پلاوي په مشري بلخ ولایت ته سفر کړی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، اداري مرستیال بلخ ته د مهاجرینو د مرستو د وېش بهیر پیل کړی دی.

دا مرستې د طالبانو د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د اړمنو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره وېشل کېږي.

فطرت زیاته کړې، د یادو مرستو بهیر په هر ولایت کې ۲ زره ۲۰۰ اړمنو راستنو شوو کورنیو ته په پام کې نیول شوې ده.

د دغې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوگرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې مرستې ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...