جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپښتین: ټولې ادارې د بشري حقونو پر ضد د پاکستان اسلحې ګرځېدلي

پښتین: ټولې ادارې د بشري حقونو پر ضد د پاکستان اسلحې ګرځېدلي

تاند ( یک شنبه د سلواغې ـ دلوې ۵مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین په تیرا او کورمه کې د پاکستان پوځي عملیاتو له امله د پښتنو پر جبري کډوالۍ او په ډېره اسماعیل خان کې د واده پر مراسمو د برید په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

پښتین د عملیاتو په نامه د وسایلو لوټ، د پښتنو سپکاوی او ځورول د پنجابي پوځي او سیاسي مشرانو منظمه پالیسي بللې ده.

هغه زیاته کړې چې پاکستانی پوځ محکمې (ادارې) د بشري حقونو پر ضد د وسلې په توګه کاروي.

منظور پښتین ویلي، د ښه او بد طالب پالیسي د همدې یعني پاکستاني پوځي مشرانو ده.

هغه زیاته کړې، چې دولتي نظام او بې رحمه جنرالان یوازې د پښتنو او بلوڅو “قاتلان” نه دي، بلکې د ټول انسانیت دښمنان دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا ظلمونه نه یوازې ځپل شوو ولسونو ته؛بلکې ټولې ټولنې ته ذهني عذاب او نا امني پیدا کوي.

پښتین داسې مهال دا غبرګون ښیي چې، په تېرا او کرمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو کډوال شوي دي.

یو شمېر نورو سیاستوالو هم نیوکې کړې دي، چې دا د منلو وړ نه ده.

که څه هم د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستاني پوځیانو له عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی، خو د سرچینو په وینا، هېڅ عملي اقدام نشته چې پښتانه د عملیاتو له امله له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ نه شي.

منظور پښتین ویلي، چې د دې ټولنې هر انسان باید د دغه ظالمانه نظام پر ضد په هره ممکنه لاره پرله پسې مبارزه وکړي.

هغه وایي، که څه هم دا به وخت ونیسي، خو د پاکستاني ریاست پای حتمي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...