پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهافغاني پنبې د بنګله دېشي سوداګرو پام خپل کړی

افغاني پنبې د بنګله دېشي سوداګرو پام خپل کړی

تاند ( یک شنبه د سلواغې ـ دلوې ۵مه) ‍د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د یو شمېر نساجۍ فابریکو څخه د لیدنې پرمهال د پنبې او نساجۍ صنعتونو کې یې د دوه اړخیزې سوداګریزې همکارۍ د پراخولو په اړه  د یاد هېواد له سوداګرو سره خبرې کړې دي.

طالب پلاوي په بنګله‌دېش کې د لویو فابریکو د نساجۍ محصولاتو د تولید، بسته بندۍ او صادراتو پروسې څخه هم کتنه کړې ده.

د بنګله‌دېش د نساجۍ تولیدونکو او صادرونکو ټولنې چارواکو د دې سفر هرکلی کړی او د افغاني پنبې په پیرودلو او د افغان سوداګرو سره د دوامداره سوداګریزو اړیکو په رامنځته کولو کې یې خپله لېوالتیا ښودلې ده.

دوی ټینګار کړی چې بنګله‌دېش، په نړۍ کې د نساجۍ محصولاتو د لویو صادرونکو په توګه، کیفیت لرونکي خامو موادو ته اړتیا لري او افغان پنبه کولی شي د دې اړتیا یوه برخه پوره کړي.

بل لورته طالب پلاوي مولوي احمدالله زاهد د افغانستان د کرنیزو ظرفیتونو ته په اشارې سره ویلي چې، د هېواد طبیعي پنبه لوړ کیفیت لري او کولی شي په سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو کې سیالي وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر بنګله‌دېش سوداګرو او فابریکو مالکینو ته هم بلنه ورکړې چې، د افغان سوداګرو سره مستقیمې اړیکې ټینګې او د تولید، پروسس او صادراتو سکتورونو کې ګډې همکارۍ پیل کړي.

هغه زیاته کړې چې،  دا ډول همکاري کولی شي د صنعت وده، دندې رامنځته کولو او د افغانستان د صادراتو زیاتوالي کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...