Homeخبرونهپاکستان د افغان کډوالو پاکستاني زیږون کارتونه لغوه کوي

پاکستان د افغان کډوالو پاکستاني زیږون کارتونه لغوه کوي

تاند ( یک شنبه د سلواغې ـ دلوې ۵مه) په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي د زیږون کارتونه به لغوه اعلان شي.

رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي دغه راپورونه خپاره کړي دي.

د راپورونو له مخې، د هغو افغان کډوالو نوملړونه چې پخوا د پاکستان په نادرا اداره کې ثبت شوي وو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لېږل شوي او ډېر ژر به دغه کارتونه لغوه اعلان شي.

پاکستاني چارواکي وایي، دا اقدام یې د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره اخیستی، ځکه د دوی په وینا یو شمېر افغان کډوالو له دغو اسنادو ناوړه ګټه اخیستې.

چارواکي وایي ان تر دې چې ځینو کسانو د همدې اسنادو پر بنسټ سوداګریز فعالیتونه کړي او له چین سره یې هم تجارتي معاملې کړې دي.

دا پرېکړه داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو اړوند خپلې پالیسۍ سختې کړې دي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د ویزو د ورکړې او تمدید بهیر هم درېدلی او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستنول کېږي.

د وروستیو مالوماتو له مخې یوازې پرون شنبه شاوخوا یو نیم زر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...