Homeمقالېد افغانستان او ايران کډ دښمنان | آروين رهي

د افغانستان او ايران کډ دښمنان | آروين رهي

 افغانستان او ايران کډ دښمنان لري. د سيمې او نړۍ حالاتو ته په کتلو سره، اوس يې وخت دی چې د کډ دښمن د توطئو د خنثی کولو لپاره افغانستان او ايران يو له بل سره مرسته وکړي. د دواړو هېوادونو تر ټولو لوی دښمن د امريکا هېواد دی. د امريکا تر څنګ، غربي نړۍ هم په عامه توګه د دواړو هېوادونو سره کرکه کوي، او سترګې يې دې ته نيولې دي چې څه وخت فرصت پيدا کړي تر څو د افغانستان او ايران اسلامي حکومتونه ړنګ او طبيعي زيرمې يې چور او چپاول کړي. که د امريکا په استازيتوب، اسرائيل ايران ته ستونزې جوړوي، دلته بيا د امريکا په استازيتوب د پاکستان پوځي رژيم افغانستان ته ستونزې جوړوي. د ګډ دښمن د هڅو د ناکامولو تر ټولو مؤثره لاره د افغانستان او ايران تر منځ تعاون او ژور تعامل دی.
حالاتو ته په کتلو سره، سړی دا ويلی سي که د ايران اسلامي جمهوريت سقوط وکړي (که څه هم د دې کار امکان ډېر لږ دی)، د افغانستان ستونزې به لا هم ډېرې سي. زموږ يوې خوا ته د پاکستان پوځي رژيم له وړاندې لا د امريکا رژیم ټينګ ملګری دی، او چمتو دی چې بيا د ترهګرۍ سره د جنګ تر نامه لاندې په افغانستان کې د مداخلې لپاره د امريکا څخه ډالر واخلي، او يا کېدای سي وختي يې ډالر اخيستي وي.
که په ايران کې اسلامي جمهوريت سقوط وکړي، ځای به يې د امريکا او اسرائيل یو لاس پوڅی رژيم ونيسي. د پاکستان او ايران د لاس پوڅو رژیمونه په وسيله به امريکا افغانستان د دوو خواوو څخه راګير کړي، چې په نتيجه کې به افغانستان او په خاصه توګه زموږ اقتصاد ته نور هم زيان راورسيږي.
ځکه، د اوس لپاره هره مرسته چې د افغانستان د لاسه پوره وي، په خاصه توګه په هغه حالت کې چې امريکا پر ايران باندې بريد وکړي، بايد د ایران سره يې وکړي. هره مرسته چې د افغانستان د لاسه پوره وي، که څه هم دا مرسته يوه مرمۍ يا يو غړپ اوبه وي. دې غټو مسائلو ته په کتلو سره، د ايران سره پر اوبو اختلاف يا د مهاجرينو شړل ډیرې کوچنۍ مسئلې دي، او اصلا د مقايسې وړ نه دي.
په متقابله توګه، په يو مناسب وخت کې، افغانستان بايد د ایران څخه د ډرون (بې‌پيلوټه الوتکو)، ميزائل او دافع هوا په برخه کې مرسته تر لاسه کړي. دا په دې خاطر يو مهم کار دی چې تر څو د افغانستان څخه د پاکستان پوځي رژيم او په سيمه کې د امريکا اډو ته غواښ متوجه نوي، د امريکا الوتکې به د پاکستان د لارې همېشه زموږ هوايي حریم نقضوي. که يې امکان وي، افغانستان دې د ايران او د يمن د انصار الله سره ګډ دفاعي تړون هم لاسليک کړي. غربي نړۍ د زوال او سقوط په حالت کې ده. د غرب لاسونه د مظلومو مسلمانانو او په خاصه توګه د مظلومو فلسطينيانو په وينو ککړ دي. د غرب سره د ښه روابطو پر ځای، افغانستان دې د سيمې د هېوادونو او د مقاومت د محور سره خپل روابط پياوړي کړي. د مقاومت د محور په سر کې ايران قرار لري. د افغانستان تر څنګ، ايران د‌ سيمې هغه يوازینی هېواد دی چې په کښې د امريکا پوځيان او پوځي اډې نه شته. نو ځکه دواړه هېوادونه ګډ دښمنان او ګډې ګټې لري، او بايد چې يو له بل سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...