پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهنوین الحق د ټپونو له امله نړیوال جام او د ویسټ انډیز...

نوین الحق د ټپونو له امله نړیوال جام او د ویسټ انډیز پر وړاندې نشي لوبېدلی

تاند ( پنج شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۵مه) ‏کرېک انفو لیکلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی نوین‌الحق د وېسټ انډیز پر وړاندې شل‌اوریزې لوبلړۍ او همداراز راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د ټپونو له امله نه شي لوبېدلی.

هغه د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې د افغانستان لپاره لوبه نه ده کړې.

راپورونه وایي، تمه ده چې روانه میاشت یې جراحي عملیات وشي.

افغان کرکټ بورډ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

نوین الحق د افغان ملي لوبډلې د چټکې توپ اچونې برخه کې کلیدي لوبغاړی دی او مینه وال یې هم له اوږدې مودې وروسته تمه درلوده چې، په راتلونکو لوبو کې یې وویني.

د نوین ترڅنګ یو شمېر نورو رسنیو هم داسې راپورونه خپاره کړل چې چټک بالر فضل الحق فاروقي هم ښایي د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبو کې نه وي.

ویل کېږي چې، فاروقي هم ژوبل دی خو کرکټ بورډ تر اوسه په دې تړاو هم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...