Homeخبرونهپوتین د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه

پوتین د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۵ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د طالبانو د سفیر ګل حسن‌خپل باورلیک ومانه، چې له دې سره د هغه ډیپلوماتیک حیثیت رسمي شو.

پوتین څو میشاتې وروسته له هغه د طالب سفیر باورلیک ومانه چې روسیې د افغانستان د طالبانو اداره په رسمیت وپېژندله.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس (TASS) راپور ورکړی چې پوتین د افغانستان د طالبانو د حکومت د سفیر باورلیک د کرملین په ماڼۍ کې په رسمي مراسمو کې ترلاسه کړ. په مراسمو کې لسګونه بهرني ډیپلوماتان هم حاضر وو.

مراسم چې د کرملین ماڼۍ په الکساندر تالار کې ترسره شول، پکې د اروپا، اسیا، افریقا، لاتینې امریکا او منځني ختیځ د ۳۴ نويو ټاکل شويو سفیرانو د باورلیکونو سپارل شامل وو. د تاس پر اساس، دا په ۲۰۲۶ کال کې د روسیې لومړني رسمي ډیپلوماتیک مراسم وو.

روسیې په اپریل ۲۰۲۴ کې د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندله.

ډېری هېوادونو لا هم په کابل کې خپل سفارتونه په تخنیکي کچه فعال ساتلي، خو د طالبانو اداره یې په رسمي ډول نه ده منلې، او دلیل یې د بشري حقونو په اړه اندېښنې دي، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...