Homeخبرونهمسوولان: څلورو ولایتونو کې نیول شویو کسانو ته تعزیري سزاوې ورکړل شوې

مسوولان: څلورو ولایتونو کې نیول شویو کسانو ته تعزیري سزاوې ورکړل شوې

تاند ( پنج شنبه د مرغومي – جدي ۲۵مه) د طالبانو حکومت په غزني، هرات، کندز او کونړ ولایتونو کې یو شمېر نارینه او ښځینه په دورو وهلي دي او بدني سزایې ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه ویلي په کندز کې یې پر څلورو کسانو دوه کلن بند او شل، شل دورې سزا تطبیق کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه راز څلور کسان د کونړ په غازي‌اباد کې له یو څخه نیولې تر دوه کلونو بند او ۲۰ دورو سزا محکوم کړي دي.

محکمې دغه راز په هرات کې پرون چهارشنبه د ښځو په ګډون اووه تنه په عام محضر کې په دورو وهلې وو.

طالبان ورځ نه بلې ته د خلکو ترمخه دا ډول سزاوې زیاتوي، چې دا عمل د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو له خوا په ځلونو غندل شوی دی.

د بشرحقونو سازمانونه له طالبانو غواړي چې دغه ډول سزاوې پای ته ورسوي او د بشري حقوقو له معیارونو سره سم چلند وکړي.

د وروستیو مالوماتو له مخې طالبانو په تېرو لسو میاشتو کې له ۸۰۰ زیات کسان صحرايي محکمه کړي او هغوی ته یې درنې سزاووې ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...