Homeخبرونهروانه اونۍ پاکستاني پولیسو ۳ افغان خبریالان زنداني کړي

روانه اونۍ پاکستاني پولیسو ۳ افغان خبریالان زنداني کړي

تاند ( پنج شنبه د مرغومي – جدي ۲۵مه)  ‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په یوه خبرپاڼه کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان خبریالانو پرله‌پسې نیونې غندلي او دا کړنې یې د بیان ازادۍ، د خبریالۍ د اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه سازمان ته د رارسېدلو معلوماتو له‌مخې، په روانه اوونۍ کې درې افغان خبریالان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې، تازه پېښه د عبدالرحمن منګل اړوند ده چې نوموړی په پېښور ښار کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

تر دې وړاندې اسما محمدي په راول‌پېنډۍ او صمیم نعیمي په اسلام‌اباد کې نیول شوي وو.

یاد خبریالان هغه کسان دي چې د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شوي او په پاکستان کې د سختو او نامعلومو شرایطو لاندې ژوند کوي.

خبرپانه کاږي چې، د هغوی نیول نه یوازې د انساني او حقوقي موازینو خلاف عمل دی، بلکې د خبریالانو ژوند او خوندیتوب له جدي خطر سره مخامخ کوي.

خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو، د خبریالانو د ملاتړکوونکو نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او ډیپلوماتیکو استازولیو غوښتي، چې د دې موضوع جدي څارنه وکړي او د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي او عاجل ګامونه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...