پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د نیکولاس مادورو اختطاف او نوی نړیوال نظم| غلام‌جیلاني ځواک

د نیکولاس مادورو اختطاف او نوی نړیوال نظم| غلام‌جیلاني ځواک

هغه مهال چې پخوانی شووري اتحاد د پاشل کیدو په حال کې و، چین لا د یو ستر ځواک په توګه سر نه و پورته کړی او امریکا د خپل ستر سیال د زوال سره سم په ډیر غرور په خلیج کې د نظامي بریا ګامونه ایښودل، د امریکا د هغه وخت جمهور رئیس جارج بش نړۍ کې د یو نوي نړیوال نظم  خبره وکړه.

 سره له دې چې هغه مهال هم خلک پوهیدل د نوی نړیوال نظم مانا نړۍ کې د امریکا  حاکمیت دی، خو  یو شمیر خلکو بیا داسې انګیرله چې ګواکې امریکا نړۍ کې د قانون د حاکمیت خبره کوي.

خو د نوی نړیوال نظم اصطلاح څه کم او زیات دیرش پنځه دیرش کاله وروسته خپل درست او حقیقي تعریف نړۍ ته وړاندې کړ.

د دوه زره شپږویشتم کال د جنوري په دریمه نیټه د امریکا ځانګړي ځواکونو د ونزویلا په پایتخت کاراکاس کې نیمه شپه عملیات ترسره کړل، د ونزویلا جمهور رئیس او د هغه میرمن د هغوی دخوب له کوټې ونیول او وتښتول ، امریکا ته یې راوستل او وایی اوس به هلته د هغو جرمونو په وړاندې چې امریکا پرې تورن کړی، محاکمه کیږي.

پریږدئ دا چې نیکولاس مادورو ښه سړی او که بد، دیکتاتور و او که دیمکرات، انتخابات یې په تقلب ګټلي و که په رښتیا.

په رښتیا یې امریکا ته ډیر زیات کوکایین قاچاق کړي و او که دا هم همداسې یو تور و لکه  عراق  چې یې د مهلکو کیمیاوي او اتومي  وسلو په درلودلو تورن کړی و.

 او که خبره دا وه  چې ونزویلا ډیر زیات تیل او نورې طبیعې سرچینې لري او تر ټولو لوی پیرودونکی یې چین دی.

مهمه خبره داد  امریکا څه حق لري چې د یو ازاد او خپلواک هیواد جمهور رئیس د هغه هیواد له مرکزه له خپلې خوب خونې وتښتوي او بیا امریکا کې یې محاکمه کړي،

نور ملګرو ملتو خپل اهمیت له لاسه ورکړ، نړیوال قوانین، د بین الملل او بین الدول اړیکو  نورمونه او پرنسیبونه بې مانا شول، ملي حاکمیت او خود مختاري بې ارزښته شول،

نور هیڅ څوک، هیڅ چیرته خوندي نه دی،

 د څو په ګوتو شمیر هیوادو پرته نور هیڅ هیواد، د هیوادونو هیڅ مقام  او هیڅ څوک خوندیتوب نلري. بس امریکا به تصمیم نیسی چې څوک ښه دی او څوک بد.

نور نو پوتین هم حق لري زلینسکی همداسې د خوب له خونې وتښتوي، مودي حق لري عاصم منیر او شهباز شریف له لاهوره دهلي ته ویسې او هلته یې محاکمه کړي.

بیا به هیبت الله حق لری د نړۍ هر کونج کې خپل مخالف وتښتوی یا و وژني

مادورو ستر دکتاتور و که ملا هیبت الله ستر مستبد دی، نتن یاهو او عاصم منیر ستر قاتلان دي او که مادورو، څوک نازول کیږي او په لوی لاس حکومتونه ورته سپارل کیږی او څوک نیمه شپه د خوب له تخته تښتول کیږی او د محاکمې میز ته کشول کیږي.

نوی نړیوال نظم همدا دی! نوی نړیوال نظم یانې د امریکا د مستبدانه خوښې حاکمیت،

نوی نړیوال نظم یانې د ځنګل قانون،

څوک چې زور لري، هغه برحق دی!!!

1 COMMENT

  1. حرامزاده = هغه ماشوم کوم چی پلار ئی معلوم نه وی، ځینی وخت کیدای شی چی مور ئی هم معلومه نه وی ( یوه مور خپل تازه زیږیدلی ماشوم معمولاً د خپل محل په مسجد کی خوشی کوی او کوم بل خیّر کس دا خوشی شوی ماشوم خپل کور ته وړی او خپل اولاد غوندی ئی روزی) چی دی لوی شوی ماشوم ته په عامه اصطلاح غیاباً ” مسجدی ” ویل کیږی ( په پښتنی ټولنه کی د شرم او حیاء له مخی دی کس ته مخامخ د مسجدی خطاب نه کیږی ) البته حرامزاده کس د ټولو مدنی حقوقو څخه باید برخمن وی او هیڅوک حق نلری چی هغه ته په سپکه سترګه وګوری. ممکن یو حرامزاده کس تر یو حلالزاده کس نیک او صالح او د ټولنی په خیر او ګټه تمام شی یا تمام شوی وی.
    حرامی = هغه کس ته ویل کیږی چی په حرامه نفقه لوی شوی وی چی کیدای شی ټولی بشری ټولنی ته مضر تمام شی.
    بناً
    امریکائیان ټول حرامیان دی ځکه مشرانو ئی د بی وزلو او په عین حال کی شتمنو ټولنو ټوله مادی او معنوی شتمني لوټ کړی ده البته د انګریزانو او فرانسویانو د حرامی توب ګراف هم د امریکائیانو تر حرامی توب تر ګراف ټیټ نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...