Home+مصنوعي ځیرکتیا د زړه د ناروغیو په درملنه کې لوی بدلون راوستلی...

مصنوعي ځیرکتیا د زړه د ناروغیو په درملنه کې لوی بدلون راوستلی شي

تاند – نوې څېړنه ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا د زړه د ناروغیو لپاره د درملو تجویز ممکن په بنسټیز ډول بدل کړي.

د یوې نوې مطالعې له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا یوه نوې وسیله کولی شي د زړه د ناروغیو لپاره د درملنې د موندلو بهیر چټک کړي.

د زړه او رګونو ناروغۍ (CVD) د اروپايي ټولنې په کچه د مړینې او معلولیت تر ټولو لوی لامل بلل کېږي. د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان (OECD) د معلوماتو له مخې، دا ناروغۍ هر کال د شاوخوا ۱.۷ میلیونه کسانو د مړینې سبب کېږي او نژدې ۶۲ میلیون کسان اغېزمنوي.

د لندن د امپریال کالج ساینسپوهانو د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله جوړه کړې، څو وپېژني چې کوم جینونه له ناروغیو سره تړاو لري او له لویو طبی معلوماتي بانکونو سره د زړه د دقیقو سکنونو په یوځای کولو د زړه د ناروغیو لپاره د درملو موندل ګړندي کولی شي.

دا وسیله چې CardioKG نومېږي، د بریتانیا د بایوبانک د زرګونو کسانو د زړه د تصویرونو د معلوماتو پر بنسټ جوړه شوې ده.

 په دې معلوماتي ټولګه کې د هغو ناروغانو معلومات شامل وو چې د دهلېزي فبریلاسیون، د زړه د کمزورتیا او د زړه د حملې په څېر ناروغۍ لري، او همدارنګه د سالمو رضاکارانو معلومات هم پکې وو.

څېړونکي وايي چې د دې طریقې په وسیله کېدای شي په ډېر دقت سره اټکل وشي چې کوم درمل د ځانګړو قلبي ناروغیو لرونکو کسانو لپاره ګټور دي.

د امپریال کالج لندن د MRC طبي علومو لابراتوار د زړه د محاسبې د تصویري ډلې مشر، ډکلن اوریګن وویل:
«د علمي ګرافونو یوه ګټه دا ده چې د جینونو، درملو او ناروغیو اړوند معلومات سره یوځای کوي.»

څېړونکي وايي دا تګلاره په پایله کې کولی شي داسې شخصي شوې روغتیايي پاملرنه رامنځته کړي چې پکې درملنې د هر انسان د زړه له فعالیت سره لا نژدې برابرې وي.

دا ټکنالوژي د نورو ناروغیو د څېړنې لپاره هم د طبي تصویرونو د معلوماتو پر بنسټ کارېدلی شي، لکه د مغزو اختلالات او چاغښت.

اوریګن وویل:
«دا معنا لري چې تاسو د نوو درملنو د موندلو ډېر ځواک ترلاسه کوئ. موږ وموندله چې په ګراف کې د زړه د تصویرونو د معلوماتو شاملول، دا بدل کړل چې څنګه او تر کومه حده نوي جینونه او درمل پېژندل کېږي.»

د یادو شوو مهمو درملو له ډلې څخه، متوترکسات یاد شوی چې په پراخه کچه د روماتویید ارتریت د درملنې لپاره کارول کېږي، او همدارنګه د شکر ناروغۍ د درملو یوه ډله چې ګلیپتینونه بلل کېږي.

د مصنوعي ځیرکتیا ماډل وړاندیز کړی چې متوترکسات ښايي د زړه د کمزورتیا یا نقیصې لرونکو کسانو لپاره ګټور وي، او ګلیپتینونه ممکن د دهلېزي فایبریلاسیون ناروغانو ته ګټه ورسوي.

شننې همداراز په ځینو د دهلېزي فبریلاسیون ناروغانو کې د کافین د احتمالي محافظتي اغېز یادونه کړې، خو څېړونکو ټینګار کړی چې دا په دې معنا نه ده چې خلک باید د کافین مصرف بدل کړي.

د دې مطالعې لومړی لیکوال او د امپریال کالج لندن د معلوماتي ساینس څېړونکی خالد رجوب وویل:
«د دې کار پر بنسټ به موږ د پوهې ګراف یو داسې متحرک او ناروغ‌محوره چوکاټ ته پراخ کړو چې د ناروغۍ واقعي لارې ثبت کړي.»

هغه زیاته کړه:
«دا به د شخصي شوې درملنې او د ناروغیو د احتمالي رامنځته کېدو د وخت د وړاندوینې لپاره نوې لارې پرانیزي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...