پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسیګار وايي، امریکا په افغانستان کې پر جګړې او بیارغونه ۷۶۳ میلیارد...

سیګار وايي، امریکا په افغانستان کې پر جګړې او بیارغونه ۷۶۳ میلیارد ډالر لګولي

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۴ مه) د سیګار (د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پخواني سرمفتش دفتر) په یوه راپور کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د جګړې او بیارغونې پر مهال د امریکا لګښتونه او ناکامۍ په تفصیل سره بیان کړي دي.

د راپور له مخې، امریکا د افغانستان پر جګړه په ټولټال ۷۶۳ میلیارد ډالر مصرف کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا له هڅو سره سره، افغان حکومت د دوحې په مذاکراتو کې له پامه غورځول شوی و، چې له امله یې د افغانستان دولتي جوړښت کمزوری شو. د بیارغونې لپاره له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۱۴۴.۷ میلیارده ډالر ځانګړي شوي وو، چې له دې جملې ۱۳۷.۳ میلیارد ډالر مصرف شوي دي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان په حکومت کې فساد د بیارغونې تر ټولو ستر خنډ و، او دا لګښتونه حتی د اروپا د مارشل پلان تر لګښتونو هم زیات وو.

د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ۹۰ میلیارد ډالر ځانګړي شوي وو، خو د امریکا له وتلو وروسته دغه ځواکونه په چټکۍ سره وپاشل شول.

 په راپور کې راغلي چې په افغان امنیتي ادارو کې زرګونه خیالي کارکوونکي موجود وو او سون توکي او نورې سرچینې په پراخه کچه ورکېدې.

امریکا ځواکونو ته وسایط، زرګونه وسلې او ۱۶۲ الوتکې ورکړې وې، چې له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې.

د نشه‌یي توکو پر ضد پروګرامونو باندې ۷.۳ میلیارد ډالر او د ثبات د پروګرامونو لپاره ۴.۷ میلیارد ډالر ولګول شول، خو پایلې یې نهیلې کوونکې وې.

د سیګار په راپور کې وړاندې راغلي، د جګړې پر مهال په افغانستان کې تر ۲۴۵۰ زیات امریکايي سرتېري ووژل شول او شاوخوا ۲۰٬۷۰۰ ټپیان شول.

له وتلو وروسته، امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد لپاره ۱۴.۲ میلیارد ډالر ځانګړي شول. د کابل له سقوط وروسته، امریکا په څلورو کلونو کې د طالبانو حکومت ته ۳.۸۳ میلیارد ډالره مرسته ورکړه، چې په دې کې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په یوه ربع کې ۱۲۰ میلیون ډالر هم شامل دي.

نړیوالو مرسته کوونکو د امریکا له وتلو وروسته د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې روانو پروژو ته ۸.۱ میلیارد ډالر ورکړي دي. د افغانستان د بیارغونې د باور صندوق (ARTF) تر چتر لاندې د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت شپږ پروژې فعالې دي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر مرستو مالیې اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...