جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد درنې واورې د اورېدو له کبله هرات ته د ترکمنستان وارداتي...

د درنې واورې د اورېدو له کبله هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳۰ مه) د هرات د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ترکمنستان څخه دې ولایت ته د وارداتي برېښنا لاین د شپې (د جمعې شپه چې سبا یې شنبه وه) شاوخوا درې بجې پرې شوی دی.

د شنبې د ورځې ناوخته د هرات د والي د دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، د رباط‌ سنګي ولسوالۍ د «بغرچر» په لاره کې سختې واورې او وریا د دې ستونزې اصلي لامل بلل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې تخنیکي ټیمونه د پېښې ځای ته استول شوي او د برېښنا د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

تر دې وړاندې، په هرات کې د طالبانو د والي دفتر خبرداری ورکړی و چې د هوا د خرابوالي له امله د هرات–تورغونډۍ پر لاره، په ځانګړي ډول د بغرچر په سیمه کې، د درنو وسایطو تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۷۰ سلنې څخه زیاته برېښنا د ګاونډیو هېوادونو، لکه ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان او ایران څخه واردېږي.

د برېښنا د مزو پرې کېدا یا په هغو کې اختلال، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، تل د هرات په څېر لویو ښارونو ته جدي ننګونه ګڼل کېږي او د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو ناوړه اغېز کوي.

خو له دې ټولو ستونزو او کړاوونو سره سره چې د واورو اورېدو خلکو ته اړولي، وروستیو واورو د افغانستان د ګڼو وچکالي ځپلو سیمو لپاره زېری بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...