پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد درنې واورې اورېدو د افغانستان او ایران ترمنځ د کارګو وړل...

د درنې واورې اورېدو د افغانستان او ایران ترمنځ د کارګو وړل راوړل درولي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳۰ مه)  په هرات کې چارواکو ویلي چې د سختو واورو اورېدو او کمزورې زېربنا له امله د ایران د دوغارون په سرحدي دروازه کې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ درېدلی دی.

ایراني چارواکو د شنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۲۰مه، وویل چې د درنو واورو او د هرات ګمرک د ناسمې زېربنا له کبله د دوغارون په پوله کې د کارګو لاریو تګ راتګ ځنډېدلی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د دوغارون د ازادې صنعتي ـ سوداګریزې سیمې د اداري د پراختیا مرستیال او د بحران د کمېټې مشر، مجید حبیبي، له قوله ویلي چې وروستۍ واورې د ګمرک د پارکینګ په برخه کې د اوبو د راټولېدو سبب شوي، چې له امله یې چارواکو د لاریو تګ راتګ په موقتي ډول درولی دی.

حبیبي زیاته کړه چې د دوغارون او هرات د ګمرکونو ترمنځ ګډې هڅې روانې دي څو د بار وړونکو موټرو تګ راتګ بېرته عادي شي او د پولې دواړو غاړو ته د بند پاتې لاریو اوږده کتارونه کم شي.

د هغه په وینا، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو کې یوازې ۷۶۰ بار وړونکي موټر دواړو لورو ته تېر شوي دي، چې دا د عادي ورځو پرتله څرګند کمښت ښيي.

دې موقتي ځنډ د ایران او افغانستان ترمنځ پر صادراتو او وارداتو منفي اغېز کړی او د هرات د ګمرک په مصروف ترمینل کې د زېربناوو پخوانۍ ستونزې یې یو ځل بیا بربنډې کړې دي.

دوغارون د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو سوداګریزو دروازو څخه ده، چې په ځانګړي ډول د ژمي په میاشتو کې د خوراکي توکو، سون توکو او نورو ضروري توکو لېږد رالېږد پکې ترسره کېږي، هغه مهال چې د اکمالاتي زنځیرونو فشار لا زیات وي.

چارواکو ویلي چې د پارکینګ د اسانتیاوو د ښه کولو او د اوبو ایستلو او زېربنايي ستونزو د حل لپاره کار روان دی، خو تر اوسه د سرحدي سوداګرۍ د بشپړې عادي کېدو لپاره کوم مشخص مهال‌وېش نه دی اعلان شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...