دوشنبه, دسمبر 15, 2025
Home+کرکټر له ژبې مخکې زیږي| ع ارمان‎

کرکټر له ژبې مخکې زیږي| ع ارمان‎

په ډېرو لیکنو/کیسو کې یوه عجیبه ګډوډي لیدل کېږي. جملې ښکلې دي، تشبیه پکې شته، حتی ځینې وخت فلسفي ټون هم لري، خو چې لوستونکی کیسه ولولي، یو څه پکې نیمګړي پاته وي. داسي هم نه ده چې لیکنه بده وي، بلکې هلته کلمات وي، خو انسان نه وي. همدلته د کرکټر غیر موجودګي ځان ښکاره کوي. دا هغه ځای دی چې لیکوال ګمان کوي کرکټر د ژبې له لارې جوړېږي، حال دا چې کرکټر تل له ژبې مخکې زېږي.

که لږ شاته ولاړ شو او د فکشن تاریخ ته وګورو، نو وبه وینو چې هېڅ لوی کرکټر له ژبې نه دی پیدا شوی. انا کارینینا، راسکولنیکوف، ګریګور سامسا، یا د فاکنر کرکټرونه—دا ټول د فکر، د حرکت، او د وجود په سطحه رامنځته شوي، بیا یې ژبه پیدا کړې ده. لیکوال لومړی انسان پېژندلی، بیا یې خبرې ور زده کړې دي. کرکټر هم انسان دی له پیدائشه وروسته باید ژبه زده کړي.خو ځیني لیکوالان اکثره په دې ځای کې خطا کېږي چې کرکټر د جملو په ښکلا کې لټوي. هغه فکر کوي که زه خپل نثر ښه کړم، کرکټر به هم ښه شي. خو حقیقت برعکس دی. که کرکټر ژوندی وي، ژبه به خپله لار پیدا کړي؛ که کرکټر تش وي، ژبه به یوازې ښکلی کفن شي.

میلان کنډېرا په یوه ځای کې وايي چې ناول د کرکټرونو د امکاناتو ازموینه ده. کرکټر یوازې دا نه دی چې څوک څه وایي؛ کرکټر دا دی چې څوک څه نه شي ویلای. دا چې څوک په کوم ځای کې چوپ پاتې کېږي، په کوم ځای کې تېښته کوي، او په کوم ځای کې ځان غولوي. دا ټول هغه څه دي چې له ژبې مخکې په یوه کرکټر کې موجود وي.

که دا خبره لږ په ژوند پورې وتړو. مثلاً که ته یو څوک وپېژنې، ایا اول یې ژبه درته معلومېږي؟ نه. ته اول د هغه طریقه پېژنې: څنګه ننوځي، څنګه کښېني، څنګه چوپ شي، څنګه غوسه پټوي. دا ټول غیرلفظي عناصر دي. فکشن هم همدا غواړي. کرکټر باید د ژبې نه مخکې د چلند، وېرې، تمې، او داخلي ټکر په بڼه موجود وي.

داستایفسکي به ویل چې کرکټر باید د یوې پوښتنې پر بنیاد ولاړ وي. یعنې هر کرکټر باید یو داخلي سوال ولري، که څه هم هغه یې په ژبه نه شي بیانولی. راسکولنیکوف د جرم نه وروسته د وجدان سوال بیانه وي، خو هغه دا سوال په فلسفي جمله کې نه وايي؛ هغه دا سوال په تبه، په ګډوډ فکر، او د ځان په نه زغملو کې څرګندوي. ځکه خو ژبه وروسته راځي، يا کله ناکله هېڅ نه راځي.

لیکوال که غواړي کرکټر وپنځوي، باید لومړی دا وپوښتي: دا انسان له څه شي وېرېږي؟ نه دا چې څه وایي. ویره د کرکټر ریښه ده. څوک چې له څه شي وېرېږي، هماغه یې عمل ټاکي. هماغه یې تېښته، چوپتیا، او حتی دروغ ټاکي. ژبه بیا یوازې د دې ویرې ظاهري بڼه ده. له اکیډمیک لحاظه هم دا خبره منل شوې ده. په معاصره داستاني تیورۍ کې کرکټر د “psychological construct” په توګه تعریفېږي، نه د “linguistic product” په توګه. یعنې کرکټر لومړی یو رواني جوړښت دی، بیا ژبنی جوړښت ګرځي. هغه متنونه چې دا ترتیب ګډوډ کړي، معمولاً سطحي کرکټرونه تولیدوي.

دلته به مثال راواخلو. فرض کړه ته غواړې د یوه زاړه سړي کرکټر په کیسه کې وپنځوي. که ته له ژبې شروع کړې، نو به ووایې: “زاړه سړي دروند ږغ لرلی.” دا جمله کار نه کوي. خو که ته له وجوده شروع وکړې، نو به ووایې: هغه سړی تل د دروازې ترڅنګ داسې ناست وي لکه د وتلو اجازه چي یې لا له ځانه نه وي اخیستې. دا جمله ژبه نه ده، دا کرکټر دی. دلته سړی له خپلې وېرې، خپل ناامنه احساسه، او خپلې ماضي سره شکیل ښکاري. ژبه یوازې دا حالت ښکاره کوي.

ارنسټ همنکګوې به ویل:  که لیکوال په رښتیا پوهېږي، نو په ډېرو ځایونو کې خاموشه پاتي شي، دا یوازي په الفاظو پوري نه وي تړلې، دا د کرکټر باور دی. هغه لیکوال چې پر خپل کرکټر باور نه لري، هر څه پرې وايي. هغه چې باور لري، خاموشه پاته کېږي. همدلته کرکټر ژوندی کېږي. لیکوال باید دا هم ومني چې کرکټرپه یوه وار نه زېږي. کرکټر د لیکلو په جریان کې ورو ورو ځان ښکاره کوي. ځینې وخت لیکوال فکر کوي چې کرکټر مې جوړ شو، خو چې کیسه مخته ځي، کرکټر مقاومت کوي. دا مقاومت ښه نخښه ده. دا مانا لري چې کرکټر د ژبې غلام نه دی، بلکې خپل منطق لري. هغه لیکوال چې دا مقاومت وژني، کرکټر هم وژني.

دلته د فکشن او اخلاقو تر منځ اړیکه هم راځي. کله چې کرکټر یوازې د لیکوال د نظر د ثابتولو وسیله شي، نو هغه نور انسان نه پاته کېږي. هغه په نعره بدل شي او لوی ادب نعرې نه انسانان زیږوي. اورهان پاموک وايي، ناول لیکونی باید دومره زغم ولري چې د خپل کرکټر له نظر سره اختلاف هم برداشت کړي. دا زغم یوازې هغه وخت شونی دی چې کرکټر له ژبې مخکې زېږېدلی وي.

یوه لیکوال ته دا هم ضروري ده چې پوه شي: کرکټر یوازې اصلي کس نه دی. فضا، ځای، حتی چوپتیا هم په کرکټر بدلېدلی شي. خو دا بدلون ژبه نه رامنځته کوي، بلکې تکرار، حرکت، او موجودیت ئي کوي. یوه کوڅه چې هر وخت پکي تیاره وي، یو کور چې تل بندې کړکۍ لري—دا ټول کرکټرونه دي، خو یوازې هغه وخت چې له ژبې مخکې یې منطق موجود وي.

په پای کې دا خبره ډېره مهمه ده: که لیکوال غواړې کرکټر ئي ژوندی وي، نو له ځانه دې نه جوړه وي، خو له ځانه دې لرې هم نه ګڼي. که تجربه خام مواد دي نو کرکټر د تجربې بدل شکل دی. همدا بدلون ادب زېږوي. کرکټر چې له ژبې مخکې زېږي، نو ژبه یې تعقیب کوي، نه رهبري. هغه لیکوال چې دا ترتیب زده کړي، د نثر ډېرې ستونزې به یې پخپله حل شي. ځکه چې ژبه به نور د ښکلا لپاره نه وي، بلکې د ضرورت لپاره به وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...