دوشنبه, دسمبر 15, 2025
Homeخبرونهد استرالیا پولیسو رسماً تایید کړه چې د سیډني په برید کې...

د استرالیا پولیسو رسماً تایید کړه چې د سیډني په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او بریدګر پاکستاني الاصله ول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د اسټرالیا د نیو ساوت وېلز ایالت پولیسو رسماً تایید کړه چې د سېډني ښار په مشهوره ساحلي سیمه کې د دوو بریدګرو له‌خوا شوی برید «ترهګریز» و.

د اسټرالیا پولیسو د یکشنبې په ماښام، (د قوس ۲۳مه د افغانستان پر وخت) وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی، چې پکې یو بریدګر هم شامل دی.

د دې خونړي برید په پایله کې لږ تر لږه ۴۰ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا برید په وروستیو کلونو کې په اسټرالیا کې له تر ټولو خونړیو وسله‌والو بریدونو څخه شمېرل کېږي.

د اسټرالیا یوه ایالتي چارواکي ویلي چې د یکشنبې په برید کې د یهودانو ټولنه په نخښه شوې وه. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په همدې ساحلي سیمه کې د یهودانو د «حنوکا» مذهبي اختر کلنۍ مراسم روان وو.

د اسټرالیا پولیسو د یکشنبې په ورځ، د قوس ۲۳مه، اعلان وکړ چې د سېډني په بونډای ساحل کې د ډزو د غږونو او د څو کسانو د ټپي کېدو تر راپورونو وروسته، دوه کسان نیول شوي دي.

د سېډني بونډای ساحل د اسټرالیا تر ټولو مشهور تفریحي ساحل دی او معمولاً د اوونۍ د پای په ورځو کې ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي.

له پېښې څو ساعته وروسته، پولیسو تایید کړه چې په ډزو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي، خو د ورځې تر پایه دا شمېر زیات شو. یو بریدګر د پولیسو له‌خوا وژل شوی او بل چې حالت یې نازک ښودل شوی، دا مهال د پولیسو په توقیف کې دی.

پولیسو دواړه بریدګر، چې د اسټرالیایي رسنیو په وینا پاکستانی الاصله دي، ساجد اکرم ۵۰ کلن او د هغه ۲۴ کلن زوی نوید اکرم معرفي کړي دي. ساجد اکرم، چې د پولیسو په ډزو کې وژل شوی، په ۱۹۹۸ کال کې د تحصیلي ویزې له لارې اسټرالیا ته تللی و او د وسلې رسمي جواز یې درلود.

د پولیسو په وینا، د بریدګرو له موټر څخه «یوه چاودېدونکې وسیله» هم موندل شوې ده. د استرالیا اې‌بي‌سي شبکې راپور ورکړی چې په دغه موټر کې د داعش ډلې دوه بیرغونه هم موندل شوي، خو پولیسو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

«سېډني مارنینګ هرالد» ورځپاڼې لیکلي چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي. د سکای او اې‌بي‌سي تلویزیوني چلینلونو داسې تصویرونه خپاره کړي چې خلک پکې پر ځمکه پراته ښکاري.

هري وېلسن، چې ۳۰ کلن دی او د سیمې اوسېدونکی دی او د پېښې شاهد و، «هرالډ» ورځپاڼې ته وویل: «لږ تر لږه مې ۱۰ کسان ولیدل چې پر ځمکه پراته وو او هر ځای وینه وه.»

دا برید نژدې ۱۱ کاله وروسته له هغه ترسره شوې چې یوه وسله‌وال بریدګر په سېډني کې د «لېنټ» کافې ۱۸ کسان یرغمل کړل؛ هغه پېښه چې له ۱۶ ساعتونو کلابندۍ وروسته د دوو یرغمل شویو او بریدګر په وژل کېدو پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...