Homeخبرونهد تهران د غونډې برخوالو له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې خبرو...

د تهران د غونډې برخوالو له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې خبرو ته راوکرځي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د ایران د باندنیو چارو وزارت نن (دوشنبې) وویل، د تهران په سیمه‌ییزه ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې بېرته خبرو اترو ته راوګرځي او خپلې ستونزې له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د روسیې، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ځانګړو استازو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو ملاتړ کړی او چمتووالی یې ښودلی چې د دغو نوښتونو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.

دا ناسته د یکشنبې په ورځ په تهران کې جوړه شوې وه. طالبان دې ناستې ته بلل شوي وو، خو له ګډون څخه یې ډډه وکړه.

تر دې وړاندې قطر او ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د مخنیوي او اوربند لپاره منځګړتوب کړی او دواړه خواوې یې اوربند ته حاضر کړي وو.

د ایران د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، ګډونوالو د افغانستان له خاورې د راولاړېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ، مخدره توکو قاچاق او د انسانانو قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی لري.

دوی د افغانستان د ثبات پر پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی، څو له افغانستان سره تړلې ګډې ستونزې حل شي. همدارنګه ځانګړو استازو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لیرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.

په ناسته کې د افغانستان په خاوره کې د هر ډول بهرني پوځي حضور مخالفت شوی او ټینګار شوی چې هغه هېوادونه چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول بلل کېږي، باید د دې هېواد د بیارغونې او اقتصادي رغېدو لپاره مرسته وکړي، پرته له دې چې مرستې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکاروي.

ګډونوالو له نړیوالو سازمانونو هم غوښتي چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو ملاتړ وکړي او د هغوی د باعزته او دوامدار ادغام لپاره لازم شرایط برابر کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ګډونوالو هوکړه کړې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه ناسته به تر ممکنه حده ژر تر ژره د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد کې جوړه شي.

د تهران غونډه؛ عراقچي: د افغانستان امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو له ګټو سره تړلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...