پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې هغه غله نیول شوي چې، له بانکونو راوتونکي کسان به...

کابل کې هغه غله نیول شوي چې، له بانکونو راوتونکي کسان به یې لوټل

‏تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۴مه) د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دوی اړوند دویمې حوزې پولیسو دوه تنه هغه غله ونیول چې له بانکونو راوتونکي کسان به یې لوټل.

یادې قومندانۍ په یوه خبرپانه کې لیکلي، چې له نیول شویو کسانو سره یو میل کلاشینکوف او دوه عرادې موټر هم نیول شوي.

د خبرپاڼې په معلوماتو کې راغلي چې، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وسله والو غلو د خلکو ژوند تریخ کړی.

عام خلک وایي، دا ډول غله عام خلک په لارو لوټي او هرڅه ترې اخلي.

خو خبرپاڼه زیاتوي، کابل چې د افغانستان له نفوس شاوخوا درېېمه برخه خلک پکې مېشت دي امنیتي ځواکونو په وار وار ډاډ ورکړی، چې د دوی له لوري ټولو هغو کسانو په وړاندې چې د خلکو خوندیتوب ته زیان رسوي په وړاندې یې کوټلي ګامونه پورته کوي.

خبرپانه کې ټینګار شوی، چې عام خلک دې له پولیسو سره د خوندي ژوند په موخه همغږي پیاوړې کړي.

3 COMMENTS

  1. د جمهوریت وخت کی دغو غلو دری ځلې زما موټر پنچر کړ خو ما موټر و نه دراوو. زه پوهیدم چی غله را پسې دی. خلک د دغو غلو علنی محاکمه غواړی، حدود باید پلی شی ـ

  2. کابل اصلا دښار بڼه نه لری له خپل هویته وتلی
    کابل کې خلک چې نه کارلری اونه بار ، کرایه هم لوړه ده ترافیک هم زیات کلتور هم بدلون موندلی او اروړه چاپیریال یې رامنځ ته کړی څه غواړی؟ اودڅه لپاره له هرولایت همدې ښارکې میشت کیږی لکه ملایان چې ټول په زاړه ارګ ننوتی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...