تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۴مه) د طالبانو د حکومت د ستري محکمې بهرنیو عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس عبدالرحیم راشد وايي، د روان کال په تېرو دریو میاشتو کې ۲۸۱ کسان په تعزیري سزاوو محکوم شوي دي.
راشد نن (دوشنبه) په یوه غږیز کلیپ کې رسنیو ته ویلي چې، دغه کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق، غلا، له کور څخه د تېښتې اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور په یادو سزاوو محکوم شوي دي.
د راشد په وینا، یاد کسان په غور، فراه، زابل، غزني، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، پروان، لغمان، ننګرهار، بلخ، بغلان، جوزجان، تخار، فاریاب او کاپیسا کي په تعزیري سزاوو محکوم شوي دي.
بل لورته بیا د بشر حقونو نړیوالې ملاتړې ادارې په عام محضر کې خلکو ته په سزا ورکولو نیوکه کوي.
دوی وایي، طالبان باید په عام محضر کې له تعزیري سزاوو او قصاص لاس واخلي او انساني کرامت ته درناوی وکړي.
خو بل لورته بیا طالب مسوولان وایي، چې دوی اسلامي شریعت عملي کوي او دا چاره د راتلونکو مجرمینو د مخنیوي او نورو ته د عبرت په پار کوي.