Homeخبرونهذ مجاهد‏: افغانستان کې د "پیسو پړسوب" د سیمې په کچه تر...

ذ مجاهد‏: افغانستان کې د “پیسو پړسوب” د سیمې په کچه تر ټولو ټیټ دی

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۴مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوال بانک راپور د یوې برخې په خپرولو سره ویلي چې، روان میلادي کال په افغانستان کې انفلاسیون یا د پیسو پړسوب په منځني ډول دوه سلنه اټکل شوی، چې دا د سیمې په پرتله تر ټولو ټيټه کچه ده.

انفلاسیون یا د پیسو پړسوب هغه اقتصادي حالت ته ویل کیږي، چې پکې د وخت په تېرېدو سره د توکو په وړاندې د پیسو ارزښت کمیږي او د تولید په پرتله د تقاضا کچه لوړیږي، چې له امله یې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

مجاهد روان کال کې د یاد بانک له لوري افغانستان په اړه اټکل شوي دوه سلنه انفلاسیون ته په اشارې ویلي، دا وضعیت د خوراکي توکو بیو د ثبات او د ملي اسعارو د پیاوړتیا له امله رامنځته شوی دی.

په ورته وخت کې اقتصادي کارپوهان وايي چې، د افغانستان اقتصادي برخه چې تر ډېره په بهرنیو مرستو تکیه وه اوس د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد ملي بودیجه له کورنیو سرچېنو پوره او تمویلېږي.

عام افغانان هم دا وضعیت لویه لاسته راوړنه او ښه مدیریت بولي خو د کاري فرصتونو د زیاتېدو په هیله دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...