پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمسوولان: پنجشېر کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۲ پروژې بشپړې...

مسوولان: پنجشېر کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۲ پروژې بشپړې شوې

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۴مه)  پنجشېر ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو مسوولان وایي، د یاد ولایت پریان او دره ولسوالیو کې د ۱۱۰میلیونه افغاني په لګښت ۶۲پراختیایي پروژې بشپړې او ګټنې ته وسپارل شوې.

د مسوولا په وینا، په دغو پروژو کې سړکونه، پلې لارې، استنادي دېوالونه، کرنیز کانالونه او د اوبو ذخیرې شاملې دي.

 پنجشېر کې د طالبانو د حکومت والي حافظ محمد اغا حکیم د یادو پروژو د پرانیستي مراسمو کې راتلونکي کال د سترو پروژو له پیله خبر ورکړی.

هغه ویلي دي چې، دغو پروژو کې د ۱۰میګاواټه برېښنا تولید بند ، ولایتي روغتون او پنجشېر پوهنتونو تاسیسات جوړول شامل دي.

یادي پروژې د نړیوال بانک له لوري پلي شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...