تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په اوو میاشتو کې د افغانستان او هند دوهاړخیزه سوداګري ۵۲۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
د یاد وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، له دې ټول مقدار څخه ۳۷۹ میلیون ډالره د افغانستان له لوري هند ته صادرات دي چې لویه برخه یې وچه میوه جوړوي.
د وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد، وايي:
«هند ته زموږ په مهمو صادراتو کې وچ اینځر، زعفران، اینجه (هینگ) او د هغه تخمونه، ممیز، شنه زیره، پسته او بادام شامل دي. له هند څخه بیا موږ د درمل، د فابریکو خام توکي، د نخي ټوکر، د موټرو پرزې، ماشینري او نور بېلابېل مواد واردوو.»
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د انتقال لپاره الوتنې بېرته پیلوي.
اقتصادي کارپوهان باور لري چې د هوایي دهلیزونو بیا فعالول کولای شي د واګې د لاري ښه بدیل وي او له هند سره د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي، وویل:
«هوایي کارګو یو ډېر مناسب بدیل دی؛ خو په دې برخه کې د بیو د برابرۍ لپاره مرسته اړینه ده څو سوداګر زیانمن نه شي. د مالیاتو موضوع هم باید تنظیم شي. هوايي لاره په ځانګړي ډول د وچې میوې لپاره ډېره مناسبه ده.»
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تازه هندوستان ته سفر کړی او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف له هندي چارواکو سره کتلي دي.