جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد امام ابو حنیفه نندارتون کې د ۳۰۰میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې...

د امام ابو حنیفه نندارتون کې د ۳۰۰میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

تاند ( پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۹مه) ‏د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د امام ابو حنیفه رح څلورم ملي او نړیوال نندارتون او سوداګریز نښلون ناستې په پایله کې د افغانستان، ازبکستان، ایران او هند سوداګرو ترمنځ د ۳۰۰میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوکړې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، تعاملاتو پراختیا او د هېواد تولیدي ظرفیتونو د معرفي په موخه لاسلیک شوې دي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې لپاره د طالبانو رییس سید کریم هاشمي دا ډول ناستې د سوداګریزو اړیکو پراختیا او پانګونې فرصتونو پېژندنې برخه کې مهمې بللې او له کورنیو او بهرنیو سوداګرو له دغو فرصتونو د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا لپاره د استفادې غوښتنه کړې.

د ازبکستان پلاوي مشر یارقین لکوف او د ایران سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالقدیر قیافه یاده ناسته کې د کرنې په ځانګړي ډول د سړو خونو جوړولو او افغانستان ته د درملو صادرولو برخو کې د خپلو سوداګرو له لوري پانګونې لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.

د یادونې ده، چې د امام ابوحنیفه رح څلورم نندارتون د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز په ګډې همکارۍ کابل کې جوړ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...